Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64702
تاریخ انتشار : دوشنبه 18 وری 1399 ساعت : 17:51:08

بلخ کې یوې چاودنې پنځه ته ولسي وګړي وژلي

د بلخ پولیس وايي چې د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله پنځه تنه مُلکیان وژل شوي دي.

د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چې دغه پېښه نن دوشنبې (د وري په ۱۸مه) د چمتال ولسوالۍ په بای تېمور کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه ماین د دولت د مخالفو وسله والو له خوا ځای پر ځای شوی و چې پنځه تنه ملکیان د هغه د چاودنې له امله شهیدان شول.

چمتال ولسوالۍ د بلخ ولایت له زیانمنو سیمو څخه ده چې د مزارشریف ښار په ۴۰ کیلومټرۍ کې موقعیت لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.