Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64706
تاریخ انتشار : سه شنبه 19 وری 1399 ساعت : 21:11:24

غني د مالیې وزارت د تجزیې فرمان بېرته واخیست

غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ نه د درېیو خپلواکو ادارو د بېلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی.

د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزير عبدالهادي ارغندیوال د دوشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشر د تازه فرمان پر بنسټ د مالیې وزارت ټول صلاحیتونه بېرته دغه وزارت ته سپارل شوي دي.

ارغندیوال زیاته کړه چې اوسمهال هېڅ کومه ستونزه نشته او د مالیې وزارت ټول کارونه او ټول هغه مسایل چې د مالیې وزارت له خوا ترسره کېدل، له دې وروسته هم د مالیې د وزیر او د ماليې وزارت د اړوندو ادارو له خوا ترسره کېږي او هېڅ بل ارګان به په کې مداخله ونه‌کړي.

غنی شاوخوا درې اوونۍ مخکې د عوایدو، ګمرکونو او خزاینو په نوم د درېیو خپلواکو ادارو د جوړولو فرمان صادر کړ.

د ارغندیوال پر وینا د دغو نویو ادارو د جوړولو فرمان د هغه وخت د شرایطو پر بنسټ صادر شوی و.

د مالیې سرپرست وزیر زیاته کړه چې ولسمشر د هغه په غوښتنه خپل پخوانی فرمان لغوه کړ او د یو تازه فرمان په ترڅ کې یې ټول صلاحیتونه بېرته د مالیې وزارت ته وسپارل.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.