Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64709
تاریخ انتشار : چهار شنبه 20 وری 1399 ساعت : 21:11:02

د بګرام له زندانه ۱۰۰ طالب بنديان خوشې شول

د ملي امنیت شورا وایي، د ولسمشر غني د فرمان له مخې ۱۰۰ طالب بنديان یې د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کورونا ويروس د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې کړل.

له يادې شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغان حکومت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.

خبرپاڼه زياتوي چې دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لوري بایومټریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.

د خبرپاڼې له مخې افغان دولت عین ډاډ د طالبانو له رهبرۍ په دوحه کې هم ترلاسه کړی دی.

د ملي امنيت شورا وايي چې د بنديانو خوشې کول له بايومټريک او ثبت نه وروسته به معمول ډول ترسره کېږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.