Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64710
تاریخ انتشار : چهار شنبه 20 وری 1399 ساعت : 21:13:17

غني او عبدالله ته د امریکا خبرداری

ان بي سي شبکې د دوو امریکايي لوړپوړو چارواکو او یو ډیپلومات له قوله  ويلي، چې امریکا ولسمشر غني او عبدالله ته خبرداری ورکړی تر څو خپلمنځي سیاسي شخړې شاته پرېږدي او له طالبانو سره یو هوکړې ته ورسېږي، کنه نو امریکا به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي.

ان بي سي شبکې کابل ته د مایک پمپیو د ورستي سفر په اړه راپور کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ تړمپ د خپل د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په لاس ولسمشر غني او عبدالله راستول شوي پیغام کې ویلي، که له طالبانو سره جوړجاړی ونه کړي، امریکا به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابو دوه میاشتې مخکې د ولسمشر غني او عبدالله  عبدالله ترمنځ د جوړجاړي په موخه کابل ته راغی، خو تش لاس بېرته امریکا ته ستون شو.

د مایک پمپیو تر ناکامې هڅې وروسته امریکا اعلان وکړ چې د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي شخړو له امله امریکا خپل یو میلیارد ډالر مرسته کمه وي.

امریکا په کراتو له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله غوښتي چې د ټاکنو پر سر راټوکېدلي کړکېج ته د پای ټکی کېږدي، او له طالبانو سره د سولې خبرو ته ودانګي.

د امریکا دا پرېکړه په داګه کوي چې د افغانستان پر وړاندې دریځ کې ژور بدلون رامنځته شوی دی، امریکا او طالبانو تر کابو یو نیم کال خبرو وروسته څه موده مخکې د سولې خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه، چې د همدې هوکړې له مخې افغان حکومت او طالبان به بین الافغاني مذاکرات ترسره کړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د ځنډ اصلي لامل د بندیانو نه خلاصون دی، چې داوړه ښکیل لوري پر خپل دریځ ټینګار لري، افغان حکومت تر بین الافغاني خبرو مخکې د یو شمېر هغو طالب بندیانو پر خوشې کېدو ټينګار کوي چې دوی ټاکلي، خو طالبان بیا ټینکار لري چې تر بین الافغاني خبرو مخکې یې باید هغه پنځه زره بندیان خوشې شي، چې دوی یې نوملړ امریکا ته سپارلی دی.

افغان حکومت طالبانو پړ ګني او وايي چې دوی خپل دریځ کې نرمښت ښودلی، او له همدې امله یې د یو شمېر طالب بندیانو د خوشې کېدو ژمنه کړې ده، خو په وینا افغان حکومت نه شي کولای هغه طالبان خوشې کړي چې په لویه پیمانه یې د افغانانو وینې بهېولي دي.

له دې سره همهاله طالبانو خپله تازه پرېکړه کې له کابل څخه د بندیانو د خلاصون خپل تخنیکي درې کسیز پلاوی بېرته غوښتی، او له افغان حکومت سره د بندیانو خلاصون کې کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.