Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64737
تاریخ انتشار : پنج شنبه 28 وری 1399 ساعت : 13:37:30

یوه میرمن چې د 50 مډالونو او ویاړونو سره

آصفه ستانکزۍ په کال 1375 دلوګر په ولایت کې زیږدلې ده خو له درې کلنۍ څخه تر اوسه د ایران په هیواد کې ژوند کوي.

هغې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې دکرمان په ولایت کي ترسره کړي دي.لوړې زده کړې یې د اقتصاد په رشته کي د رفسنجان دولعصر په پوهنتون کې پای ته ورسولې او اوس په همدې پوهنتون کې ماستري کوي.

اغلې اصفه دښوونځي له دورې تل یو فعاله او لایقه زده کوونکې پاته شوې ،هغې خپل ټولنیز فعالیتونه له 1394 کال نه وروسته پیل کړل چي لومړی فعالیت یې په پوهنتون کي دمحصلینو په ټولنه کې د نجونو دکمیسون داستازې په توګه وه ټاکل کېدل وو. هغه یو کال وروسته داقتصاد دعلمي ټولنې مرستیاله وټاکل شوه چي داقتصاد اړوند فعالیتونه یي درلودل.
په 1396 کال کې د افغان محصلینو عمومي استازي وټاکل شوه او د ایران او افغانستان تر منځ یې د علمي اړیکو د پراختیا لپاره دیو نړیوال کنفرانس وړاندیز وکړ تر یوکال دوامداره هڅو وروسته دا کانفرانس د افغانستان دلوړو زده کړو د وزیر او ورسره هیئت او همدارنګه لوړ پوړو ایراني چارواکو په ګډون، دمحصلینو او استادانو تر منځ د دیوي رقابتي او علمي نشریې او مقالې پر خپرولو پای ته ورسېده چي پایله یې په اوس وخت کي همدې پوهنتون کي افغانانو ته دبورسونو او تخفیف له لاري دزده کړو فرصت برابر شو.

اصفه ستانکزی له افغان محصلینو سره دظرفیتونو دلوړتیا یا ( spp) په برخه کي فعاله ونډه لري اصفه ستانکزی له رسنیو سره نږدي پاته سوي له دي جملي څخه دافغان ایریکا سره یې دخبریالې په توګه کار کوي

لکه څرنګه چي هغي خپله دکډوالۍ ترخي لیدلي نو له دي کبله له افغان کډوله سره یې تل دقدر وړ خدمت کړی
په ځانګړي ډول د مهاجرت دڅار سازمان سره د ماشومانو دحقونو لپاره کار کړی او له هغوی سره یې د بي وزله ماشومانو همغږۍ د غړې په حیث کار کړی دی.

اصفه ستانکزۍ د د کډوالو د روغتیا د خوندیتوب لپاره په رضاکارانه ډول دعامه پوهاوي لپاره دافغان کډوالو سره د کرونا دناروغي په وخت ځانګړې مرسته کړې,همدارنګه دافغان متخصصینو د ټولني غړي ده چي دښځو دچارو لپاره فعالیتونه لري

اغلې ستانکزۍ, په مختلفو برخو کي تر پنځوس زیاتې تقدیر نامي او مډالونه ګټلي دي.
د لا بریا په هیله یې


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.