Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64740
تاریخ انتشار : پنج شنبه 28 وری 1399 ساعت : 23:33:26

ناټو له افغانستان څخه خپل څلور زره ځواکونه باسي

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبړګ وايي، دافغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، خو د افغانستان شرایطو ته په کتو هوډ لري د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.

د ناټو سرمنشي د خامه پړس خبري آژانس د هغې پوښتنې چې هېواد کې روان سیاسي کړکېج او د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه به افغانستان کې د ناټو پر ماموریت څه اغیز ولري وویل، ناټو افغانستان کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي، او ناټو پرېکړه کړې چې د افغانستان شرایطو ته په کتو د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړو.

ناټو دا مهال افغانستان کې ۱۶۰۰۰ زره ځواکونه لري، چې عملا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مل دي، د ناټو سرمنشي وايي، پرېکړه یې کړې چې دا شمېر ۱۲۰۰۰ ته راکم کړي، او له افغانستان څخه څلور زره ځواکونه وباسي.

ستولتنبړګ زیاتوي چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو کمول د افغانستان شرایطو پورې تړلې پرېکړه ده، او ناټو به له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغه وویل، ناټو د خپلو ځواکونو د کمولو په صورت کې هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي مرستې ته دوام ورکوي، او د پوځي زدکړو برخه کې به هم د افغان ځواکونو مل وي.

ناټو پر طالبانو غږ وکړ چې د شوې هوکړې پلې کېدو ته درناوی وکړي، او خپلو بریدونو کې کموالی رامنځته کړي،  ځکه په وینا یې د ټوپک له لارې نه شي بریالي کېدی.

ناټو له طالبانو غواړي چې افغان حکومت سره د خبرو میز ته کیني ځکه په وینا یې سولې ته د رسېدو یوازینې لار بین لافغاني خبرې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.