Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64767
تاریخ انتشار : پنج شنبه 4 غوایی 1399 ساعت : 18:05:13

نور سپوږمکۍ د ایران دفاعي قدرت پیاوړی کړی

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د هیواد د څو منظوره سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ د نور(Noor) سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدا د ایران د دفاعي قدرت نوي اړخونه پیاوړي کړل .

حسین سلامي د نور  څو منظوره سپوږمکۍ په بریالیتوب سره له توغول کیدا وروسته چې دفاعي کارندوالی هم لري د ایران ملت ته د دغه سترې بریا او د بریالیتوب په مبارکۍ سره وویل دغه مهمه بریا د سپاه پاسداران ځواک د دفاعي ستراتیژیکو اطلاعاتو د پراختیا په معنا ده .

هغه د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شان د قدرتمن دفاعي ځواک لپاره بره توانمنیو ته د رسیدا لپاره فضايي ټیکنالوژیو ته رسیدل یو (۱) ضرورت وباله او ویې ویل نن سبا د دنیا قدرتمن پوځونه په فضا کښې له ورتلو پرته جامعه دفاعي نقشه نلري او دغه بره ټیکنالوژۍ چې د ایران د وسونو قلمرو پراخوي یوه (۱) ستراتيژیکه بریا ده .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په دې خبرې سره چې نور سپوږمکۍ یوازې پوځي او دفاعي مسائیلوته بیله نه ده وویل فضا ته د دغه څو منظوره سپوږمکۍ توغول هم د اطلاعاتو په ټیکنالوژۍ او هم په اطلاعاتي جنګونو کښې کولای شي د ایران لپاره ستراتیژیک ارزش افزوده تولید کړي او هم په اطلاعاتي جنګ کښې قدرتمنې زمینې رامینځته کړي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.