Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64777
تاریخ انتشار : يکشنبه 7 غوایی 1399 ساعت : 23:35:26

طالبانو روژې میاشت کې د اوربند غوښتنه ونه منله

طالبانو یوه تازه اعلامیه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هغه غوښتنه چې طالبان بايد اوربند وکړي، رد کړې او ويلي يې دي چې دا غوښتنې منطقي نه دي او د فرصت طلبۍ په مانا دي.

نن سهار افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي و چې د روژې میاشت طالبانو ته فرصت ورکوي چې د کورونا په حالاتو کې د بشري مرستو د رسونې لپاره اوربند ومني او د دغه روغتیايي بحران تر پایه پورې خپل عملیات، یرغلیز بریدونه او تاوتریخوالی کم کړي.

اوس د طالبانو  اعلامیه کې ویل شوي، دوی امریکا سره د تړون په لاسلیکولو د جګړې ختمولو کې خپل مسوولیت ترسره کړی.

طالبانو افغان حکومت او امريکا د سولې د هوکړې په نقض تورن کړي او ويلي يې دي چې افغان حکومت د طالب بنديانو په خوشې کولو کې ځنډ کړی او د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي په جوړولو کې هم ناکام شوي.

طالبانو ویلي، افغان حکومت د خپلو ګټو لپاره د سولې لار کې خنډ جوړوي او په خبره یې دوی یوازې هغه وخت جګړه دروي چې د سولې په برخه کې عملي پرمختګ رامنځته شي.

د وسله‌والو طالبانو په اعلاميه کې همداراز راغلي چې ناټو د سولې د هوکړې پر خلاف د افغانستان له امنيتي ځواکونو ته تجهيزات ورکړي او جګړې ته يې شدت ورکړی دی

طالبان په داسې حال کې ده افغان حکومت د جګړې پر دوام تورنوي چې د ولسمشر غني وياند صديق صديقي وويل چې حکومت د جګړې پای ته رسولو لپاره د تاوتريخوالي د کمولو وړانديز ته مثبت ځواب ورکړی او اړين ګامونه يې پورته کړي دي چې له ډلې يې د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي جوړېدل او د طالب بنديانو خوشې کول يې عملي کړي دي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا هم ويلي چې طالبانو له امريکا سره د سولې له هوکړې وروسته خپلو بريدونو کې ډېروالی راوستی او هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

د امنيت شورا وياند جاوېد فیصل په يوه خبري ناسته کې وويل چې طالبانو له امريکا سره د سولې له هوکړې وروسته ۲۸۰۴ ځلې پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه کړي چې له په پايله کې يې ۷۸۹ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

فيصل وايي، طالبانو د هوکړې پر خلاف عمل کړی او تاوتريخوالی يې ډېر کړی دی.

طالبانو له يوې اوونۍ په کمه موده کې د افغان حکومت له لوري د اوربند غوښتنو ته دوه ځلې رد ځواب ورکړی دی او د ولسمشر غني له لوري د اوربند غوښتنه يې نامعقوله بللې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.