Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64779
تاریخ انتشار : سه شنبه 9 غوایی 1399 ساعت : 22:16:14

افغانستان ته د اېران اسلامي جمهوریت د کرونا وایرِس د دوه زرو تشخیصیه کېټونو او روغتیایي توکو مرسته

 نن سه شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د غویي ۹مه نېټه، په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړی استازی، ښاغلی عبدالغفور لېوال، د اېران د دفاع وزارت د نړیوالو چارو او د اېران د وسله والو قوتونو د ملاتړ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد احدي سره د لیدنې په ترڅ کې، د اېران اسلامي جمهوریت د افغانستان روغتیایي کادر سره د کرونا وایرِس دوه زره تشخیصیه کېټونو او یو شمېر روغتیایي توکو مرسته وکړه، چې دغه مرسته شوي توکي به نن د ځمکې له لارې افغانستان ته ولېږل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.