Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64785
تاریخ انتشار : سه شنبه 9 غوایی 1399 ساعت : 22:26:19

امریکا افغانستان کې د برېښنا پر ستنې برید غندلی دی

د سوېلي او امنځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې الېس وېلز افغانسان کې د برېښنا پر ستنې ورستی برید غندلی دی.

مېرمن وېلز پر خپل ټوېټر پاڼه افغانستان کې د برېښنا د ستنې د نړېدو په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان کې پر زیربناوو وروستي بریدونه غندي.

هغې ویلی، افغانان د کرونا ویروس ترڅنګ له نورو ډېر ناخواله سره مخ دي، چې وسلوالو د برېښنا د ستنې په الوزولو سره کابل کې پر کورنو او روغتونونو تیاره خپره کړه.

دوه شپې وړاندې ناڅرګنده کسانو د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا یوه ستن په بمونو ونړوله، چې د کابل په ګډون پر یو شمېر نورو ولایتونو برېښنا پرې شوه.

اوس لپاره د کابل برېښنا د لنډمهال لپاره نښلول شوې، او د برېښنا د نړول شوې ستنې د بشپر جوړېدو چارې روانې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، تر راتلونکو پنځو ورځو به د وارداتي برېښنا  نړېدلې ستن د ۳۰۰ زرو ډالرو په ارزښت بېرته ورغول شي.

د افغانستان برېښنا شرکت تر دې مخکې خبرداری ورکړی، چې د کرونا ویروس له امله  له اقتصادي ننګونو سره مخ دی، او که یې افغان حکومت لاس نیوی ونه کړي، او په لویه کچه د برښنا پورړوي خپل پور ادا نه کړي، نو ښايي پر افغانستان ۸۰ سلنه وراداتي برښنا پرې شي.

دوی وايي، ازبکستان جدي خبرداری ورکړی، که د برېښنا پور ادا نه کړي، نو پر افغانستان به برېښنا پرې کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.