Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64809
تاریخ انتشار : سه شنبه 16 غوایی 1399 ساعت : 23:45:48

دوستم ته د مارشال مقام ورکولو وړاندیز او له عبدالله سره د مارشال فهیم د زوی پرېکون؛ مارشال چاته ویل کېږي؟

 ولسمشر غني سره د یو ګډ حکومت د رامنځته کېدو په درشل کې ویل کېږي، چې عبدالله عبدالله جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشال رتبې غوښتونکی دی، چې تر ډېره ښايي د دوستم خپله غوښتنه وي، ځکه ولسمشریزو ټاکنو کې یې د عبدالله عبدالله ملا کلکه ورتړلې وه.

عبدالرشید دوستم ته د مارشال مقام ورکول، ښايي د پخواني مارشال محمد قسیم فهیم کورنۍ ته اصلا د منلو وړ نه وي، ځکه خو د مارشال فهیم زوی ادیب فهیم له عبدالله عبدالله څخه خپل لار جدا کړه.

عبدالله عبدالله ویلي، چې ولسمشر غني سره یې د راتلونکي حکومت د تړون پر اصولو توافق کړی او په وینا یې خبرو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی، هغه توافق چې ویل کېږي ولسمشر غني به د سیاسي مصلحت له لارې عبدالرشید دوستم ته  د مارشالۍ مقام ورکوي.

ادیب فهیم چې پلار یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال پاتې شوی او د مارشالۍ رتبه یې په ټټر ټومبل شوې، د یو شمېر سرچینو په وینا دا ورته د منلو وړ نه ده چې د پلار دا ستر مقام یې د سیاسي مصلحت قرباني شي.

فهیم ادیب په دې الفاظو چې “یو مشر، زموږ ورور او ملګري د یو عمر دوستۍ، وطندارۍ، ورولۍ او صداقت پروا ونه کړ، او د جهاد او مقاومت تاریخي ارزښتونو پر ځای یې یو سیاسي مقطعي جوړښت ته لومړی توب ورکړ” له عبدالله عبدلله څخه یې خپله لار جدا کړه.

یو شمېر سیاسي شنونکي او سرچینې وایي، چې عبدالله عبدالله سره د مارشال محمد قسیم فهیم د زوی ادیب فهیم د پرېکون یواځینی لامل همدا د سیاسی مصلحت له لارې عبدالرشید دوستم ته د هغه د پلار یعنې د مارشال مقام د ورکولو وړاندیز دی.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، د مارشال لوړه مقام سیاسي امتیاز نه دی چې یو کس ته ورکړل شي.

نوموتی لیکوال او سیاسي شنوونکی “ملک ستیز” وايي، د مارشال مقام سیاسي امتیاز نه دی چې یو کس ته ورکړل شي، بلکې په وینا یې مارشال هغه مشروع ملي مقام دی، چې ملت یې د دولت له لارې د یوې جګړې اتل ته چې خپل هېواد یې له یرغل څخه ژغولی وي، ورکول کېږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.