Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64810
تاریخ انتشار : شنبه 20 غوایی 1399 ساعت : 17:03:46

اشرف غني دسولې په جارو کې هیڅ صلاحیّت نه لري

د اشرف غني او عبدا... عبدا...تر مینځ د سفارتونو، وزارتونو،ادارو د ویش دڅرنګوالي په باب خبرې اترې روانې دي او دم ګړۍ دواړه لوري د خارجه چارو د مالیې د چارو وزارتونو او لوئې څارنوالۍ د څوکیو په ترلاسه کولو چُنه وهي .

دثبات او همپالنې دټيم مشر عبدا.. عبدا...  وئيلي دي ، اشرف غني  د سولې په چارو کې  هیڅ ډول صلاحیّت نه لري او په دې باب درستې فیصلې  د دغه هیواد  مصالحې شورا په وسیله کیږي .

 په راپورکې وئيل شوي دي ،په داسې حال کې  چې په افغانستان کې د قدرت د ویش لپاره د اشرف غني په مشرۍ  له حکومت جوړونې لوري سره د  ثبات او همپالنې  د ټیم   خبرې اترې روانې دي ،  عبدا..عبدا... نن په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، اشرف غني  د سلوې  په  چارو کې  صلاحیت نه لري او  دا صلاحیّت ورڅخه اخستل شوی دی .

   هغه زیاته کړې ده ،  د افغانستان د ولسمشرۍ  د ارګ او د سپيدار مانۍ  تر مینځ په سیاسی  موافقې کې  سره  موافقه شوې ده څو له سولې سره  اړونده فیصلې دمصالحې شورا غوره کړي او د ولسمشرۍ  تائید ته هیڅ اړتیا نه لري.

 ددغو راپورونو په اساس،د اشرف غني او عبدا... عبدا...تر مینځ د سفارتونو، وزارتونو،ادارو   د ویش  دڅرنګوالي په باب  خبرې اترې روانې دي  او دم ګړۍ  دواړه لوري د خارجه چارو د مالیې د چارو وزارتونو  او لوئې څارنوالۍ د څوکیو په ترلاسه کولو چُنه وهي . 


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.