Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64819
تاریخ انتشار : شنبه 20 غوایی 1399 ساعت : 17:19:53

د امریکا د دفاع وزیر مرستیال: که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي، پر هوکړه له سره کتنه کوو

د امریکا د دفاع وزیرمرستیال جیمز انډېرسون وايي، که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي نو د دې احمتال شته چې د سولې پر هوکړه له سره کتنه وشي.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې انډېرسون دغه څرګندونې د امریکا د سنا جرګې غرو ته د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، دوی له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسېدو او تاوتریخوالي د کمېدو په موخه د سولې هوکړه کړې ده.

خو په وینا یې که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي نو د دې احتمال شته چې د سولې پر دغه هوکړه له سره کتنه وشي او همدا راز د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ ودرېږي.

انډېرسون زیاته کړې، دوی هغه څه ارو مرو عملي کوي چې په اړه یې څرګندونې کوي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لړۍ ژر تر ژره پیل کړي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم ویلي، چې دوی هڅه کوي، طالبان له امریکا سره د کړې هوکړې بشپړ عملي کېدو ته وهڅوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.