Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64824
تاریخ انتشار : شنبه 20 غوایی 1399 ساعت : 17:26:34

ایتالیا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۳۰ زرو واوښت

د ایتالیا روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې تېره ورځ جمعه (د غويي په ۱۹مه نېټه) خپرې کړې دي، ښیې چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۳۰ زرو واوښت.

ایتالیا له امریکا او بریټانیا وروسته دریم هېواد دی چې په نړۍ کې یې د کرونا ویروس له کبله د قربانیانو شمېر زیات دی.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې ایټالیا کې د کرونا ویروس له کبله ۳۰زره او ۲۰۱ تنه مړه شوي دي او ۲۱۷ زره نور پرې اخته دي.

امریکا چې نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو سره سر کې ده تر اوسه په کې ۷۷ زره مړه شوي او ۲۱۲ زره نور پرې اخته  دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس د ۲۷۴ زرو کسانو ژوند اخیستی او نېږدې څلورو میلیونه نور پرې اخته دي.

د یادونې ده چې نړي کې د اخته کسانو له ډلې تر اوسه ۳۲۲ زره هم روغ شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.