Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64826
تاریخ انتشار : شنبه 20 غوایی 1399 ساعت : 17:31:41

د امام حسن مجبتی دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پرټولو مبارک وي

د روژې دمبارکې میاشتې پنځلسمه نیټه  د اسلام دګران پیغمبر د یوه پاک لمسي او دامامت د آسمان د دوهم ځلانده ستوري  حضرت امام حسن مجبتی  علیه السلام  د نیکمرغه زوکړې ورځ ده .

وائي کله  حضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیهما  کله د خپل بجي د زیږیدا په هماغه لومړنۍ ورځ  خپل ماشوم  درسول ا.... بزرګوار واخوا ته بوته ،څو د هغه لپاره نامه خوښه کړي ، نو پیغمبر اکرم هم  د خدای په امر سره دهغه نامه  حسن کییښودله چې د نیک ،غوره  او خوښ  په معنا دی .


د امام حسن عليه السلام زوکړه
د اسلام د ګران پيغمبر(ص) لمسی او د حضرت علی عليه السلام او بي بي فاطمه (ع) لومړی ځوې امام حسن عليه السلام  د هجرت په دريم کال د روژې د مياشتې په پنځلسمه نيټه وزيږيدۀ.1 پيغمبر(ص) د مبارکۍ لپاره حضرت علی عليه السلام کره ورغی او د خداي په حکم يې د هغۀ نوم "حسن" کيښود.2 امام حسن عليه السلام  د خپل عمر قابو اوۀ کاله له خپل نيکۀ پيغمبر(ص) سره تير کړل.3 او نيکۀ به ورسره سخته مينه لرله. اکثره به يې په اوږو کيښنولو او ويل به يې خدايه زۀ له دۀ سره مينه لرم تۀ هم ورسره مينه ولره 4

پيغمبر(ص)  وفرمايي: "څوک چې حسن عليه السلام  او حسين عليه السلام  سره مينه وکړي، له ما سره يې مينه کړې ده او څوک چې له دغو دوؤ سره دښمني وساتي له ما سره يې دښمني کړې ده".5

همداراز فرمايي: حسن عليه السلام  او حسين عليه السلام  د جنت د ځوانانو سرداران دي. 6 يو بل ځاې کې فرماي: زما دا دوه زامن امامان دي که قيام وکړي او که قيام ونۀ کړي 7.

د هغه امام شخصيت دومره لوړ ؤ چې ګران رسول (ص) به په هماغه وړوکوالي کې په ځنو ژمنو او تړونونو ګواه جوړولو.

"واقدی" وايي: پيغمبر (ص) د ثقيف لپاره د ذمې عهد او تړون وکړ. خالد بن سعيد دغه تړون وليکۀ او حسن عليه السلام او حسين عليه السلام  يې ګواهي ورکړه.8 او کله چې پيغمبر(ص) د خداي په حکم د نجران له اوسيدونکو سره مباهلې ته لاړو. د خداي په حکم يې حضرت امام علی عليه السلام، بي بي فاطمه (س)، امام حسن عليه السلام  او امام حسين عليه السلام  هم له ځان سره بوتلل او د هغوي په پاکۍ او پاک لمنۍ د " تطهير " ايت نازل شو. 9

همدا شان امام حسن عليه السلام  د پلار غږملی او ملګری ؤ په ظالمانو به يې نيوکه او د ظلم ځپلو به يې ملاتړ کوؤ کله چې حضرت ابوذر "ربزې" ته جلا وطن کيدو حضرت عثمان   حکم ورکړو چې هيڅوک به يې نۀ بدرګه کوي خو امام حسن عليه السلام  او امام حسين عليه السلام  او د دوي پلار هغه ډير په عزت او احترام سره بدرګه کړو او د خداي پامانۍ په وخت کې يې د حضرت عثمان   په حکومت نيوکه وکړه. او حضرت ابوذر   ته يې د صبر او زغم نصيحت وکړو. 10

د هجرت په 36 کال د خپل پلار په ملګرتيا بصرې ته راغی چې د جمل د جنګ اور چې بي بي عائشې او طلحه و زبير بل کړی ؤ، مړ کړي.

بصرې ته له ورتګه مخکې د حضرت امام علی عليه السلام په حکم له لوي صحابي حضرت عمار ياسر   سره کوفې ته لاړ چې خلق تيار کړي او بيا له خلقو سره د امام علی عليه السلام د مرستې لپاره بصرې ته ستون شو 11په خپلو ښکلو او کلکو تقريرونو سره يې د عبدالله بن زبير هغه دروغ څرګند کړل چې د حضرت عثمان قتل يې په حضرت علی پوري تړلو. دغه شان په جنګ کې يې هم ډيره بهادري وښودله او کامياب شو.12

د صفين په جنګ کې هم له پلار سره اوږه په اوږه ولاړ ؤ. په دې جنګ کې معاويه عبيدالله بن عمر هغۀ ته واستوۀ او وې ويل چې د خپل پلار حضرت امام علی عليه السلام له ملګرتيا ﻻس واخله نو تا به مشر کړو ځکه چې پلار دې په جنګونو کې د قريشو ډير غټ غټ کسان وژلي دي او له دې امله ترې خلق نۀ دي راضي. خو په تا باندې ټول قريش راضي کيږي.

حضرت امام حسن عليه السلام  ورته وويل قريشو غوښتل چې د اسلام بيرغ راکوز کړي خو زما پلار د خداي او اسلام په خاطر د هغوي سرغنه ووژل او هغوي يې تيت او پرک کړل نو خلق ځکه د هغۀ دښمنان شول او ورسره ميرڅي کوي.13

امام حسن عليه السلام  په دغه ټول جنګ کې د پلار ملګرې ؤ او کله چې د امام علی عليه السلام او معاويه د سپايانو لخوا دوه کسان غوره شول چې "حکم" شي او فيصله وکړي نو کله چې دوي ناروا حکم وکړ امام حسن عليه السلام  پاڅيد او د پلار په حکم يې يو ګرم او ولوله ناک تقرير کې وويل " تاسو دا دوه کسان ددې لپاره وټاکل چې د خداي له کتاب سره سمه فيصله وکړي خو دوي اپوټه کار وکړو نو داسې کس ته حکم او منځګړی نۀ شي ويل کيدی بلکې داسې کس غندل شوی دی."14

اميرالمؤمنين حضرت امام علی عليه السلام د شهادت په وخت د هغه حکم مطابق چې پيغمبر(ص) ورته کړی ؤ امام حسن عليه السلام  يې خپل جانشين او ځايې ناستی کړو او امام حسين عليه السلام  او د دوي نور بچي ددې کار ګواهان شول.15
__________________________________________________________
1  . ارشاد مفيد ص 169، تاريخ الخلفاء سيوطي ص188
2  . بحارالانوار ج 43 ص 238
3  . دلائل الامامه .محمد بن جرير الطبري ص 60
4  . تاريخ الخلفاء ص 188، صحيح بخاري کتاب الحلق باب مناقب الحسن والحسين ، صحيح ترمذي ج 2 ص 307
5  . ابن ماجه فضائل حسن و حسين ،. مسند احمد ابن حنبل ج 2 ص 288 ، تاريخ خطيب بغدادي ج 1 ص 141
6  . صحيح ترمذي ج 2 ص 306 ،. مسند احمد ابن حنبل ج 2 ص 3-62-82 ، تاريخ الخلفاء ص 189
7  . بحارالانوار ج 43 ص 178 ، ارشاد مفيد ص 181
8   . طبقات کبير ج 1 ،. دويم ټوک ص 33
9  . صحيح مسلم ، مشکواة شريف باب مناقب اهلبيت (ع) غاية المرام ص 287
10  . حياة الامام حسن عليه السلام  بن علی عليه السلام ص 261-262
11   . طبقات کبير ج 3 جز اول ص 20
12  . حياة الامام الحسن عليه السلام بن علي (ع) ج 1 ص 399-396
13  . حياة الامام الحسن عليه السلام بن علي (ع) ج 1 ص445-444
14  . حياة الامام الحسن عليه السلام بن علي (ع) ج 1 ص 479 ، اسد الغابه  چ 2 ص 13
15   . اصول کافي ج 1 ص 298-297


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.