Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64827
تاریخ انتشار : شنبه 20 غوایی 1399 ساعت : 17:37:03

په کورمې کې دې د تکفیری ترهه ګرۍ مخه ونیول شي

د یادولو ده چې څو ورځې مخکې دکورمې ضلعې په شورکو سیمې کې تکفیری ترهه ګرو ځاي امامباړه په چاودیدونکو موادو سره الوزولې چې له امله ئې ددغې امامباړې موذن آمین ا... هم شهید شوی دی .

 له پاره چناره تکړه ځای خبریال او رپورټر علی افضل افضال مونږته  دیوې خبرتیا په رالیږلو سره وئيلي،نن د خیبر پختونخوا صوبې د کورمې ضلعې په مرکز پاره چنار کې په زرګونو خلکو په مظاهرې جوړولو سره پرحکومت او پوځ غږ کړی،د شورکوسیمې د امامباړې بم چاودنې عاملان دې سملاسي وپيژندي او سخته سزا دې ورکړي که داسې نه وي،نو دکورمې کرار حالات به یو ځل بیا د ترینګلتیاؤ په لور لاړ شي .

 راپور ښئ  د روژې په مبارکې میاشتې کې  د پاره چنار  پریس کلب په وړاندې د زرګونو خلکو په ټول کې مشرانوپه دې اړه ویناوې کړياو پرحکومت ئې زور لګولی،د تکفیری ترهه ګرو د مخه نیولولپاره دې جدی ګامونه پورته کړي څو د کورمې روان امنیت اوسوکالي خرابه  نه شي .

 د مظاهره چیانو په وړاندې یوه فعال ټولنیز مشر شبیر ساجدي  پخپلې وینا کې روښانه کړې ،  په کورمې کې شیعه اوسني  وروڼه  له لسګونو کلونو راهسې په سوله ایز ډول ژوند کوي خو دا تالی څټي او پیّلي ترهه ګر دي چې غواړي په دغې کرارې او باثباته  سیمې کې امنیت  خراب کړي او  یو ځل بیا کرار حالات دترینګلتیاؤ په لور بوځي .همداراز یوه بل وینا وینا وال مولانا مزمل حسین پخپلې وینا کې ووئیل په شورکو کې د حسینی امامباړې شهیدول د کوم مسلمان کار نشي کیدلی او دا د هغو جنایتکارو او تالی څټو جنایتکارو کار کیدلی شی،چې  هیڅ مذهب  او مکتب سره اړه نه لري . دوي غواړي په کورمې کې د اهل تشیَع او اهل تسنن ترمینځ رونانه ورورولي خرابه کړي او  دخپلو اربابانو د خوشالولو لپاره خپلې دندې سر ته ورسوي . دوي وئيلي دي په کورمې که ترینګلتیاوې د ځاي حکومتونو د ناکامو پالیسو له امله  دي او که حکومت او پوځي ځواک پخپلو اصلی دندو عمل وکړي ،نو هیڅکله هم  داسې جنایتکار پخپلو کرغیړنو کارونو کې نشي بریالي کیدلی.دوي ګواښ کړی ترڅو چې د شورکو امامباړې دچاودنې جنایتکارسزا نشي،دوي به  خپلو  هلوځلو ته  هماغه راز دوام ورکړي .

د یادولو ده چې څو ورځې مخکې  دکورمې ضلعې  په شورکو  سیمې کې  تکفیری ترهه ګرو ځاي امامباړه په چاودیدونکو موادو سره الوزولې  چې له امله  ئې ددغې امامباړې موذن آمین ا... هم شهید شوی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.