Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64833
تاریخ انتشار : يکشنبه 21 غوایی 1399 ساعت : 17:58:04

د ننګرهار په محبس کې کرونا وباء خپره شوې

سیمه ییز مسئولین او د ننګرهار د محبس چارواکي، په دغه محبس کې د زندانیانو ترمنځ د کرونا وباء د خپرېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد دراني نن د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، هغه کسان چې د کرونا مثبتې پېښې یې لرلې، له نورو بندیانو جدا  شوي دي او په یو بل بلاک کې کې قرنطین شوي دي.

دا مهال د ننګرهار په مرکزي محبس کې سلګونه تنه بندیان د مختلفو قضیو په تور کې ساتل کیږي؛ خو تراوسه دا څرګنه ده چې څومره بندیان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

د انس په نوم یو بندي له زندانه امریکا غږ ته د تیلیفون په کرښه ویلي، چې د زندان په ډېرو خونو کې بندیان د کرونا نښې لري؛ خو بیاهم په یو اطاق کې اوسیږي او په ګډه خوراک څښاک کوي.

نوموړی زیاتوي، په ما کې هم د کرونا نښې وې، خو ټیسټ مو وکړ او منفي شو. په زندان کې په کرونا اخته تر ۱۸ پورې دي او د هغو کسانو چې اوس یې پایلې راغلې او مثبت وې نو تور غر په نوم یو بل بلاک جوړ شوی دی هلته یې یوړل چې قرنطین یې کړي.”

په ننګرهار محبس کې د زندانیانو ترمنځ د کرونا پېښې په داسې مهال ثبت کیږي، چې ولسمشر غني کابو درې  اونۍ مخکې له کرونا وباء سره د مقابلې په خاطر د هېوادله مختلفو زندانونو څخه د ۲۴ بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړی ؤ؛ خو تردې دمه دغه فرمان نه دی تطبیق شوی او افغاني زندانونه هم لاهم د کرونا وایرس خپرېدو سره د زندانیانو ژوند ګواښي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.