Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64836
تاریخ انتشار : دوشنبه 22 غوایی 1399 ساعت : 17:40:31

د ایران او د افغانستان ترمنځ تګ راتګ تنظیميږي

زمونږ خبریال وايي د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي د افغانستان د کډوالو د پیښې د قربانیانو خپلوانو ته د تسلیت د ویلو او په دغه پیښې باندې د خواشینۍ د څرګندولو په ترڅ کښې له سرحدونو په غیر قانوني ډول د تګ راتګ د تنظیمولو په اړتیا او د دا ډول مسائیلو د رامینځته کولو د مخنیوي لپاره د تهران او د کابل په ملګرتیا ټینګار وکړ .

د افغانستان ځینو رسنیو څه موده مخکې ادعا وکړه د دغه هیواد څه دپاسه څلویښت (۴۰) غیر قانوني کډوال د کار د موندلو لپاره ایران ته تللي وو چې د ایران سرحد ساتونکو هغه نیولي  او هریرود  سین ته یې غورځولي  چې  یوشمیر پکښې مړه شوي هم دي .

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي نن په خبري ناسته کښې په دې خبرې سره دغه پیښه چې معلومه نه ده په کوم علت رامینځته شوي ده باید د غلطو تفسیرونو سبب نشي ډاګینه کړه د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د څه دپاسه درې (۳) میلیونه کډوالو کوربه دی او ایران تراوسه د افغانستان د ښاریزو د نیولو یا په پراخ ډول د  هغوې د شړلو لپاره هیڅ اقدام نه دی او زیاته یې کړه د هغو کسانو پرضد چې جرمونه کوي په ټوله دنیا کښې اقدامات ترسره کیږي .

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي د کورونا ویروس د خپریدا په وخت کښې د افغانستان د ښاریزو په مفت ډول درملنې او په ایران کښې د افغانستان د زرګونو کسانو کارروزګار ته په اشارې سره وویل هیڅکله هغه پیښې چې د بیلابیلو هیوادونو او حتی په سیمه کښې په کیمپونو  کښې لیدل کیږي په ایران کښې نه لیدل کیږي او تهران د افغانستان د نیواک په وخت کښې تل د دغه هیواد د خلکو په څنګ کښې وو .

هغه په دې خبرې سره چې ځینې کسان په سپیره نیت سره د ایران او د افغانستان د دوستانه اړیکو د خرابولو هڅه کوي وویل په پریکنده توګه د افغانستان د ښاریزو ژوند د ایران لپاره  ډیر مهم دی او دواړه هیوادونه باید په مناسبو اقداماتو سره د دا ډول پیښو د رامینځته کیدا مخنیوي وکړي .

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي دغه راز د امریکا او د ایران د بندیانو د تبادلې په هکله  ځینو خبرونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د بندیانو د خوشي کولو او د تبادلې لپاره  د فیصلې ترسره کول خبرو اترو او مینځګړیتوب ته اړتیا نلري او تهران چمتو دی نه یوازې په امریکا بلکې په ټوله دنیا کښې بندیان سره تبادله کړي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.