Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64844
تاریخ انتشار : سه شنبه 23 غوایی 1399 ساعت : 16:59:27

په ګانا کې له یوه کسه ۵۳۳ کسان پر کرونا ویروس اخته شول

د ګانا د کبانو په يوه کارخونه کې یوه کارګر سلګونه کارګران پر کرونا ویروس اخته کړي دي.

د دغه هېواد ولسمشر نانا اکوفو اددو تېره ورځ ملت ته په خطاب کې ویلي، چې ۵۳۳ کارګر له خپل یوه کارګره پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په هېواد کې ۹۲۱ د کرونا ویروس نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۵۳۳ کسان یې د کبانو د یوې کارخونې کارګران دي. دوی له تېرې چارشنبې او پنجشنې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

دغه راز نانا زیاته کړې، چې دا کارګران د تیما ساحلي ښار د کبانو په یوه کارخونه کې اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې هېواد کې تر دې دمه ۴۷۰۰ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي؛ ۲۲ ترې مړه دي او ۳۲۳ نور رغیدلي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.