Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64846
تاریخ انتشار : سه شنبه 23 غوایی 1399 ساعت : 23:29:27

حامد کرزی: په افغانستان کې د جګړې دوام د سولې پر وړاندې د بهرنیانو دسیسه ده

د افغانستان پخوانی ولسمشر په دې هیواد کې د جګړو د دوام پړه پر بهرنیانو واچوله او د سولي په وړاندې خنډونه او د تاوتریخوالو زیاتېدا د پردیو دسیسه وبلله.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې هیواد کې وروستۍ جګړې او د تاوتریخوالي دوام د جدي اندېښنې وړ په بللو سره څرګنده کړه چي د جګړې شدت او دوام د سولې پر وړاندې پردۍ دسیسه ده ځکه چي بهرنیان نه غواړي چې په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات تامین شي.

 نوموړي په یوه اعلامیه کې په بلخ ولسوالۍ کې وروستی هوایي برید هم په کلکو ټکو غندلی دی. دده په خبره د ملکي وګړو وژل نه بخښل کېدونکی بشري جنایت دی او ښکېلو لورو ته په کار ده چې د خپلو خلکو د خوندیتوب او امنیت لپاره له جګړو لاس واخلي او د سولې لاره خپله کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.