Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64847
تاریخ انتشار : پنج شنبه 25 غوایی 1399 ساعت : 17:33:01

اشرف غني وایی زه هزاره او شیعه یم

اشرف غنی دې ته په اشارې سره چی امنیتی عسکرو ته یې حکم ورکړی دې چی خپل پوځی حالت له دفاعی ، یرغلیز حالت ته بدل کړی ، زیاته کړه په روغتون حمله د اسلام د سپیڅلی دین د تعلیماتو په اپوټه او د یرغل ګرو نه بخښونکی جنایت ، وحشت ، ګناه او ګمراهۍ ښودنه کوی

له کابله زمونږ خبریال راپور راکوی د افغانستان ولسمشرپه کابل کې په روغتون د حملې په غبرګون کې وویل کله چی د افغان ملت په یوه برخه حمله کیږی نو هغه هم له هماغې برخې سره اړه لری او نن هم اشرف غنی هزاره او شیعه دې .

اشرف غنی له کابل روغتونه د کتنې په وخت وویل د افغانستان ملت یو واحد ملت دې او هیڅ افغانستانی له بل افغان بره ندې ، که ترهه ګرې ډلې فکر کوی چی افغان ملت له یوه بل جلا کولې شي  او یا د درز په رامینځته کولو سره مونږه د یوه بل په وړاندې راوستلې شی ، نو دا ارزو به ګور ته یوسي .

اشرف غنی دې ته په اشارې سره چی امنیتی عسکرو ته یې حکم ورکړی دې چی خپل پوځی حالت له دفاعی ، یرغلیز حالت ته بدل کړی ، زیاته کړه په روغتون حمله د اسلام د سپیڅلی دین د تعلیماتو په اپوټه او د یرغل ګرو نه بخښونکی جنایت ، وحشت ، ګناه او ګمراهۍ ښودنه کوی .

د کابل د میرمنو په روغتون د وسله والو یرغلګرو په حمله کې د میرمنو او نوزیږو په شمول ۲۴ کسان مړه او ۱۶ نور ژوبل شول .

د داعش ترهه ګرې ډلګۍ د دغې حملې پړه پرغاړه اخیستی ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.