Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64850
تاریخ انتشار : پنج شنبه 25 غوایی 1399 ساعت : 17:38:15

پکتیا کې موټر بم چاودنه شوې

کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې موټر بم چاودنه شوې ده.

د یاد وزارت ویاند طارق آرین وايي، چاودنه نن ( پنجشنبه غويي ۲۵ ) د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې د نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه شوې چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د ښاغلي آرین په خبره دې سیمه کې د ملکي کسانو ګنه ګوڼه زیاته وي، خو وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات لاهم نه شته.

کورنیو چارو وزارت وايي، برید د طیبې لشکر او حقاني شبکې له لوري ترسره شوی دی.

د طالبانو په ګډون تر اوسه پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی منلی.

دا په تېرو دې ورځو کې هېواد کې دریم خونړی برید شمېرل کېږي چې ترسره کېږي، دوې ورځې مخکې کابل او ننګرهار ولایتونو کې هم پر خلکو خونړي بریدونه ترشره شوي وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.