Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64851
تاریخ انتشار : پنج شنبه 25 غوایی 1399 ساعت : 17:46:23

ټرمپ: زموږ دنده ختمه ده نور دې افغان حکومت د ځان لپاره یو څه وکړي

د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي، په افغانستان کې د دوی دنده نوره ختمه ده او اوس د افغان حکومت وخت دی چې د ځان لپاره یو څه وکړي.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې پرون ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي امریکایي ځواکونو کلونه په افغانستان کې جګړه کړې ده خو اوس د پولیس په توګه هلته دنده نه شي ترسره کولی چې د هر څه ساتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، اوس د افغان حکومت او افغانانو دنده ده چې د ځان د ساتنې او ترهګرو پر وړاندې د جګړې په برخه کې اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي، امریکا په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی پوځ لري خو دا په دې مانا نه ده چې په افغانستان کې به پاتې کېږي او تر پایه به هلته د پولیس دنده ترسره کوي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، چې افغانستان کې د وروستیو چاودنو  او بریدونو په اړه راپورونه ورته رسېدلي، خو په وینا یې افغان حکومت یې باید پر وړاندې اقدامات ترسره کړي.

د یادونې ده، چې  ټرمپ تر دې وړاندې هم په وار وار ویلي، چې نور امریکایي سرتېري په افغانستان او نړۍ کې د پولیسو دنده نه شي تر لاسه کولی او باید له دغه هېواد څخه وایستل شي.

ټرمپ یو ځل وړاندې د کرونا ویروس له امله هم له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو خبر کړې وه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.