Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64852
تاریخ انتشار : يکشنبه 28 غوایی 1399 ساعت : 23:27:42

د اشرف غني او عبدالله ترمینځ سیاسي تړون لاسلیک شو

په دې هوکړه کښې د یوې بلې شورا جوړیدو فیصله هم شوې چې په کښې به سیاسیون برخه ولري. او حکومت ته به مشورې ورکوي، د ویلو ده چې دا لومړی هوکړه ده چې په خپله د افغانانو لخوا او د افغان سیاسیونو په هلو ځلو ترسره کېږی.

زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان په جمهوري ریاست کې د نن د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ترمینځ  سیاسي تړون لاسلیک شو.

اټکل کیدو چې په سترو مراسمو کښې دغه هوکړه ترسره شي، خو اوس ارګ وایي چې په دې کښې یواځې لس پنځلس کسان ناست وو، د دغې روغې اصلي ټکې د سولې د اصلی شورا لپاره د ډاکټر عبدالله نومول، په یو فرمان کښې د ملي جنبش مشر دوستم ته د مارشال  د مقام ورکول او په راتلونکې دولت کښې د ثبات او همپالنې ټیم ته د برخې ورکول شامل دي

په دې هوکړه کښې د یوې بلې شورا جوړیدو فیصله هم شوې چې په کښې به سیاسیون برخه ولري. او حکومت ته به مشورې ورکوي، د ویلو ده چې دا لومړی هوکړه ده چې په خپله د افغانانو لخوا او د افغان سیاسیونو په هلو ځلو ترسره کېږی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.