Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64857
تاریخ انتشار : دوشنبه 29 غوایی 1399 ساعت : 17:28:35

طالبانو د واک ویشل د تیرو ماتي خوړلیو تجربو تکرار وباله

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله له درې میاشتینې کړکېج وروسته تېره ورځ سیاسي هوکړه لاسلیک کړه، چې عبدالله عبدالله د ملي مصالحې د عالي شورا مشر شو، چې د سولې اړوند ټولې چارې به ورپه غاړه وي.

طالبانو دې هوکړه ته په غبرګون کې ویلي چې د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار دی.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ شوی سیاسي توافق د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی چې ترسره کېږي.

نوموړي پر خپل ټوېټر ویلي چې “افغان جهتونه باید د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي، د افغانستان د ستونزې حل د دوحې د تړون په عملي کېدو کې ایښی.”

دی وايي چې د سولې په وړاندې د خنډونو له جوړېدا باید ډډه وشي، او د بندیانو د خلاصون بهیر د پای ته ورسېږي، تر څو ژر تر ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي. افغان حکومت د طالبانو د دې څرګندونو په وړاندې تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې د ټاکنو پرمهال ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په جلا جلا توګه  تېر ملي یووالي حکومت یو بده تجربه یاده کړې او د دې سناریو د نه تکرارېدو ټینګار یې کړی وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.