Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64858
تاریخ انتشار : دوشنبه 29 غوایی 1399 ساعت : 17:30:20

غزنې کې د ملي امنیت پر ځواکونو موټر بم برید شوی دی

د راپورونو له مخې طالبانو غزني ولایت کې د ملي امنیت پر ځواکونو موټر بم برید ترسره کړی دی.

کورنیو چارو وزارت مني چې د غزني ښار کې د طالبانو له لوري موټر بم برید ترسره شوی دی، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

له غزني څخه راپورنو وايي، چې برید کې شپږ کسان وژل شوي او لږ تر لږ ۴۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

طالب ادعا کوي چې برید کې یې سلګونه امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې، او ګڼ شمېر ټانګونه او رنجر موټر یې له منځه وړي دي.

دا پېښه نن ( دوشنبه غويي ۲۹ ) سهار پنځه بجې رامنځته شوې، او طالبانو ویلي چې دا برید يې د افغان حکومت د بریدونو په ځواب کې کړی چې په وینا یې ملکي خلکو ته یې ولایتونو کې مرګ ژوبله اړولې.

دا په اونۍ دویم لوی برید دی چې د طالبانو له لوري په لویو ښارونو کې ترسره کېږي، طالبانو درې ورځې وړاندې پکتیا  کې هم موټر بم چاودنه ترسره کړې وه چې شپږ کسان پکې وژل شوي وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.