Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64863
تاریخ انتشار : پنج شنبه 1 غبرګولی 1399 ساعت : 23:29:15

کورونا؛ د ۵۳۱ تازه مثبتو پېښو له ثبتېدو سره ټولې ۸۶۷۶ شوې

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۱ نور کسان هم په کورونا ویروس اخته شوي او له دې سره په ټول هېواد کې پر کورونا ويروس  د اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ ته پورته شو.

د ياد وزارت د شمېرو له مخې د ۵۳۱ تازه اخته شويو کسانو له ډلې ۲۷۴ کابل، ۳۵ ننګرهار، ۶۹ هرات، ۵۵ بلخ، ۷ پکتيا، ۱ بادغيس،  ۲۶ وردک،  ۵ لغمان، ۱۳ پروان، ۲ جوزجان، ۲ فراه، ۳ فاریاب، ۱۵ سرپل، ۱۲ پکتيکا او ۱۲ پېښې هم خوست‎ ولايت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ويروس له کبله  ۶ کسان مړه شوي او ۸ نور بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړو شويو شمېر ۱۹۳ او د روغو شويو شمېر ۹۳۸ کسانو ته رسېږي.

روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې خلک د روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي که نه نو روغتونونه او روغتیاپالان به یې په درملنه کې پاتې راشي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.