Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64866
تاریخ انتشار : جمعه 2 غبرګولی 1399 ساعت : 09:43:01

فلسطینیانو له امریکا سره استخباراتي غږملتیا ختمه کړه

زمونږ خبریال وايي د فلسطین یوه(۱) چارواکي پرون وویل فلسطینیانو د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې له نیواکي ټاټوبو سره د ځینو سیمو په یوځاې کولو اعتراض کښې له امریکا او صهیونیسټ رژيم له د امنیتي موافقو له لغو کولو وروسته د امریکا له جاسوسۍ ادارې سي ايي ای (CIA) سره تماسونه هم ځنډولي دي .

د فلسطین د ازادي غواړي تنظیم مشر صائب عریقات وویل مونږ امریکا له دغه موضوع  خبره کړي ده .

دا په داسې حال کښې دي چې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس هم وړمه ورځ د امنیتي غږملتیا په شمول له امریکا او اسرائیلو سره د ټولو موافقو د لغو کولو  خبر ورکړی و .

د امریکا له جاسوسۍ اداري سي ايي ای(CIA) سره استخباراتي غږملتیا حتی د فلسطینیانو لخوا  په ۲۰۱۷ میلادي کال کښې د امریکا د ولسمشر لخوا د سولې د هڅې له بایکاټولو سره سره دوام درلود .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.