Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64867
تاریخ انتشار : جمعه 2 غبرګولی 1399 ساعت : 09:44:36

قدس د صهیونیسټ دښمن په وړاندې د اتحاد بیلګه ده

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کښې د فلسطین مسله د اسلامي دنیا لومړۍ موضوع وبلله او ویې ویل د قدس نړیواله ورځ د صهیونیسټ ګډ دښمن په وړاندې د اسلامي امت د اتحاد بیلګه ده .

هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه لخوا د قدس د نړیوالې ورځ په توګه د روژې د مبارکې میاشتې د اخري جمعې ټاکل د فلسطین د مسلې په هکله د اسلامي امت د ستر مسولیت د یادونې په هدف سره وبلل .

بدرالدین الحوثي وویل سپیڅلي ځایونه په هغو اصولو کښې راځي چې اسلامي  امت یې ګیرچاپیر راټولیږي او هغه داسلامي امت د اتحاد ستره بیلګه ده .

د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط  هم بیګا د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې ټینګار وکړ قدس د اسلامي نړۍ او د یمن د ملت لومړنۍ مسله ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.