Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64870
تاریخ انتشار : سه شنبه 6 غبرګولی 1399 ساعت : 22:05:42

د کابل حکومت له طالبانوسره روغې جوړې ته تیاردی

 د طالبانو درې ورځنی اور بند چې دنیکمرغه کوچني اختر په مناسبت ئې اعلان کړی او نن ئې وروستۍ ورځ ده د اشرف غني او افغان ډلو ټپلو له خوا ئې تود هرکلی شوی او دا ئې د افغانستان د ثبات او سولې لپاره نیک ځیری بللی دی .

زمونږخبریال د طلوع نیوز خبری چینل  له قوله راپور راکړ،د افغانستان د سولې په چارو کې د حکومت ویندوئې میرمن ناجیه انوري نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي،له یوې میاشتې راهسې له طالبانو سره د بین الافغاني ډلو  ترمینځ د سولې  دخبرواترو د پرمخ بیولوئدڅرنګواليلپاره له بیلابیلو ډلو څخه دیویشت کسیز پلاوي ترمینځ  پیل شوي  او د خبرواترو لپاره ئې زمینه برابره کړې ده .

  ناجیه  انوري  زیاته کړې طالبانو ډله باید په دغه مهم فرصت او د سولې په خبرو سترګې پټې نه کړي .

 د دغه پلاوي غړو د افغانستان پر حکومتاو طالبانو غږکړی په دغه هیواد کې دې اور بند تمدید کړي او هیله ئې ښودلې په نزدې راتلونکي کې په دغه هیواد کې د جنګ دپاي او دسولې د خبرواترو د پیلیدا شاهدان ووسو .

 د طالبانو درې ورځنی اور بند چې د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت ئېاعلان کړیاو نن ئې وروستۍ ورځ ده د اشرف غني او افغان ډلو ټپلو له خوا ئې تود هرکلی شوی او دا ئې د افغانستان د ثبات او سولې لپاره نیک ځیری بللی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.