Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64872
تاریخ انتشار : سه شنبه 6 غبرګولی 1399 ساعت : 22:11:16

سیند ته د افغان کډوالو غورځولو پېښې د څېړلو لپاره د ایران یو پلاوی نن کابل ته راځي

ټاکل شوې د ایراني ځواکونو له لوري سیند ته د افغان کډوالو د اچولو پېښې څېړلو لپاره د ایران یو ډيپلوماټیک پلاوی نن کابل ته راشي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند، د بهرنیو چارو وزیر دستیار او د دغه هېواد د پولو چارو یو استازی د دغه پلاوي غړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د افغانستان او ایران د پولې کمیساران سیند ته د افغان کډوالو د اچولو پېښې په اړه د ۱۳۳۵ هوکړه‌لیک پر بنسټ خپلې څېړنې کړي، خو ایراني کمیسارانو دغه سندونه نه دي منلي.

افغان کمیسارانو د ګډې پولې اړوند هوکړه‌لیک له مخې، د څېړنې پایله له ډیملوماټیکو مراجعو سره شریک کړي دي.

یاد وزارت ویلي و چې ایران د دغې پېښې د څېړلو لپاره یو ډیپلوماټیک پلاوی ټاکلی، څو له افغان پلاوي سره ګډې څېړنې وکړي.

سږ کال د ثور میاشتې په دیارلسمه نېټه نږدې ۵۰ افغان کډوال چې د کار لپاره د هرات له لارې ایران ته ننوتلي وو، د ایراني ځواکونو له لوري ونیول شول او له شکنجې وروسته یې اوبو ته ور واچول. اوس چې نږدې یوه میاشتې تېرېږي، ایران تر اوسه نه ده منلې چې یاد کډوال د ایراني ځواکونو له لوري سیند غورځول شوي دي.

د افغان پلاوي مشر محمدحمید طهماسي تېره اوونۍ ویلي و چې د دوی د څېړنو او موندنو له مخې، ۴۶ افغانان د ایران خاورې ته داخل شوي وو چې له ډلې نه یې ۱۲ هغه مړه، ۱۷ ورک او ۱۷ نور ژغورل شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.