Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64874
تاریخ انتشار : سه شنبه 6 غبرګولی 1399 ساعت : 23:31:07

طالبان د حکومت لخوا د ۲زرو بندیانو د خوشې کولو اعلان یو ښه ګام بولي

طالبانو د حکومت لخوا د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام ګڼلې خو ټینګار یې کړې چې د ۵ زرو بندیانو خوشې کول اړین ټکې دې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ټویټر له لارې د حکومت لخوا د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام ګڼلې خو ټینګار یې کړې چې افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د ۵ زرو بندیانو خوشې کول د دوحې په هوکړه منل شوې دي.

هغه لیکي: “د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه تکمیل شی څو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري شي.”

همداراز هغه زایته کړې چې طالبان “هم په خپله خوا کې د بندیانو خلاصون ته متعهد دی.”

دا په داسی حال کې ده چې تیره ورځ، د اختر له لمانځه وروسته، ولسمشر غني د طالبانو د درې ورځني اوربند اعلان په څواب کې وویل چې د ښه نیت له مخې به حکومت شاوخوا ۲۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي؛ هغه پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د امنیتي ځواکونو د بندیانو خوشې کولو پروسه پیل کړي.

له بلی خوا، متحده ایالاتو هم د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د دې اعلان ستاینه کړې ده.

ولسمشر په خپل ټویټر کې لیکلي چې هغه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو څخه په دې مناسبت تلیفون اړیکه ترلاسه کړې او وایي: “هغه د افغان حکومت څخه د ۲زرو طالب بندیانو د خوشې کولو دغه زړوره پرېکړه وستایله. هغه تاکید وکړ چې متحده ایالات به د اوږد مهاله اوربند / د تاوتریخوالي کمول او د مستقیمو خبرو اترو د پیل لپاره ټینګار وکړي.”

د یادونې وړ ده چې حکومت د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ افغانستان ته د سولې راوستلو د تړون له لاسلیک وروسته، ۱۵۰۰  طالب بندیان خوشې کړل. همدادراز، طالبانو هم شاوخوا ۲۰۰ حکومتي پرسونل چې له دغې ډلې سره اسیر ول، خوشې کړي دي.

خو له بده مرغه، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کچې له لوړېدو وروسته، حکومت اعلان وکړ چې دغه پروسه به ودروي. خو ښایي چې د امریکي استازي زلمي خلیلزاد تازه هڅې زرغونې شوي او دغه لړې بیا پیل کیږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.