Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64875
تاریخ انتشار : جمعه 9 غبرګولی 1399 ساعت : 20:23:37

اروپايي سفیرانو له عبدالله عبدالله خبرې وکړې

په افغانستان کښې د اروپايي هیوادونو سفیرانو او د اروپايي اتحادیې استازیو په کابل کښې د ملي روغې جوړې د لوړې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنې کښې د مشارکتي حکومت د جوړولو لپاره د سیاسي موافقې ملاتړ وکړ .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا د مشر د رسنیو دفتر په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل په دغه کتنې کښې چې پرون وشوه د سیاسي موافقې ، د سولې په بهیر کښې د پرمختګونو ، له اوربند د هرکلي ، د  بندیانو د تبادلې ، د سولې د پراخ بنسټه خبرو اترو د پیلیدا د چټکتیا او په هیواد کښې د سولې له هڅو د اروپايي اتحادیې د ملاتړ په هکله سلامشوره وشوه .

په افغانستان کښې د اروپايي هیوادونو سفیرانو او د اروپايي اتحادیې استازیو د ملي روغې جوړې د شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په دغه کتنې کښې د واک د ویشلو لپاره د ولسمشر اشرف غني او د عبدالله عبدالله د سیاسي موافقې په هرکلي سره په دغه هیواد کښې د سولې له هڅو خپل هراړخیزه ملاتړ اعلان کړ .

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې دوه (۲) سیال کاندیدان وو د ټولټاکنو د پایلو په هکله له میاشتو میاشتو تاوتریخوالي وروسته څه موده مخکې سیاسي موافقه لاسلیک کړه .

د دغه موافقې پراساس اشرف غني هماغه راز د افغانستان ولسمشر پاتی شو او عبدالله عبدالله هم د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مسولیت پرغاړه واخیست او په کابینې کښې  به هم پنځوس (۵) فیصده ونډه ولري .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.