Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64876
تاریخ انتشار : جمعه 9 غبرګولی 1399 ساعت : 20:24:44

طالبانو د افغانستان څوارلس عسکر ووژل

د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن وویل د طالبانو غړو د پکتیا ولایت په خوا کښې په «ډنډه پټان» ولسوالۍ کښې د پوځ د سرحدي ځواکونو په یوې (۱) پوستې حملې سره څوارلس (۱۴) پوځیان ووژل او درې (۳) نور ژوبل هم کړل.

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو ډلې مرګ ژوبلو ته له اشارې پرته وویل حکومتي عسکر بریالي شول چې د  دغه  ډلې حمله په شاوتمبوي .

د افغانستان د پوځ په سرحدي ځواکونو باندې د طالبانو ډلې حمله په داسې حال کښې شوي ده چې د دغه ډلې یو (۱) پلاوی له حکومت سره د خبرو اترو لپاره همدا اوس په پلازمینې کابل کښې دی .

بل خبر دا چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په کابل ښار کښې د حقاني ترهګرې ډلې دوه (۲) مهم غړي ونیول .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.