Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64878
تاریخ انتشار : جمعه 9 غبرګولی 1399 ساعت : 20:29:13

طالبانو اتیا تنه افغان پوځیان آزاد کړل

طالب ډلې له خپلې بندي خانې د اتیاؤ افغانستاني پوځیانو د خوشې کولو خبر ورکړ.

له کابله زمونږ خبریال وايي چې په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون په یو پیغام کښې وویل: طالبانو نن په قندوز او بغلان ولایتونو کښې اتیا تنه افغان پوځيان آزاد کړل.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل هم پرون سهار ویلې وو چې د طالبانو پلاوي کابل ته سفر کړی او د دواړو لورو د بندیانو د آزادۍ په هکله یې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان حکومت په روانه اونۍ کښې په دوو مرحلو کښې زر تنه طالب زندانیان آزاد کړل چې ورسره د ټولو خوشې شویو طالبانو شمیر دوو زرو تنو ته ورسید.

طالبانو هم تراوسه د افغانستان د حکومت تقریباً دوه سوه  بندیان آزاد کړې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.