Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64886
تاریخ انتشار : پنج شنبه 15 غبرګولی 1399 ساعت : 11:51:43

د انقلا ب معظم لارښود: امریکایان په خپل چلند سره په نړۍ کښې رسوا شوي دي

د اسلامي انقلاب معظم لارښود، په امریکا کې اوسنۍ پیښې د دې هیواد د پټو حقیقتونو څرګندونه وګڼله او ټینګار یې وکړ: امریکایان په خپل چلند سره په نړۍ کښې رسوا شوي دي.

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی امام خامنه اي نن د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني د کلیزې په مناسبت په ټلویزیون کښې په ژوندۍ بڼه په خپله وینا کښې له دې بیان سره چې د امریکا د یو پولیس لخوا تور پوستې په مرۍ ګوډه وهل او دومره زور ورکول چې هغه سا ورکړي او نور پولیسان یې تماشه کوي څه نوې خبره نه ده، دوي وویل: دا ظلم د امریکایي حکومت هم هغه اخلاق او طبیعت دی چې له دې نه مخکې یې د نړۍ په ډیرو هیوادونو لکه عراق، افغانستان، سوریې او له دوي څخه مخکښې په ویتنام کښې هم دا کارونه ترسره کړي.

حضرت آیت الله العظمی امام خامنه اي، د امریکایي خلکو نننۍ شعار یعني «مونږ سا نشو اخیستلی»  د ظلم لاندې د ټولو ملتونو د زړه خبره وګڼله او زیاته یې کړه: هغه په کورونا کښې د دوي د مدیریت ضعف چې د امریکا په حکومتي ادارو کښې د فساد له امله، په امریکا کښې د دغه ناروغۍ د ککړو او مړو شمیر له نورو هیوادونو څخه زیات دی او دا هم د دوي له خپلو خلکو سره شرمونکی چلند چې په څرګنده جرم کوي، بښنه هم نه غواي او بیا هم وایي بشري حقوق، لکه چې هغه تورپوستۍ چې مړ شو نه بشر و او نه یي څه حقوق لرل.

د اسلامي انقلاب ستر رهبر ، د امریکې د ولس له خپل حکومتونو او د اوسني حکومت په اړه د شرم احساس کولو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د رامینځته شوې حالاتو په رڼا کښې، له هغه ډیرو کسانو چې دنده یې له امریکا څخه ملاتړو، نور نشي کولی خپل سرونه پورته کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.