Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64903
تاریخ انتشار : شنبه 17 غبرګولی 1399 ساعت : 17:57:23

افغان حکومت بیا ښوونځي رخصت او قرنطین یې وغځاوه

د دې کړنلارې له مخې په بازارونو او کارځایونو کې د تګ راتګ پر مهال د ماسک کارول او د دوه متره واټن په پام کې نیول ، له لسو تنو څخه د زیاتو کسانود راټولیدو مخنیوی، له کورونو د زیات عمر لرونکو نه وتل، پر ویروس ضد درملو د کارځایونو او تولیدي فابریکو د چاپیریال ککړول او په دولتي ادارو کې د کار دوه وختونه په پام کې نیول اړین دي.

 د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان  حکومت پریکړه کړې چې سر له سبا مامورینو، ښاریانو او زده کوونکو لپاره د قرنطین نوې مقرره او لایحه پلې کړي.

د دې کړنلارې له مخې په بازارونو او کارځایونو کې د تګ راتګ پر مهال د ماسک کارول او د دوه متره واټن په پام کې نیول ، له لسو تنو څخه د زیاتو کسانود راټولیدو مخنیوی، له کورونو د زیات عمر لرونکو نه وتل، پر ویروس ضد درملو د کارځایونو او تولیدي فابریکو د چاپیریال ککړول او په دولتي ادارو کې د کار دوه وختونه په پام کې نیول اړین دي.

د نوې تګلارې په اساس چې د افغان  ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ ناسته کې منظور شوې ده، دعامې روغتیا وزارت دنده لري چې دا کړنلاره داړوندو ادارو سره په ګډه په ټول هیواد کې پلې کړي.

د دې کړنلارې له مخې به ټول دولتي او خصوصي ښوونځي تر راتلونکو درې میاشتو پورې په حضوري بڼه رخصت وي خو په انلاین توګه کولای شي خپل درسونه او نورې چارې پر مخ یوسي، که د درې میاشتو په موده کې د کورونا ویروس د خپریدو په مخنیوي کې ښه والی راغی کابینه به په دې اړه بله پریکړه کوي.

همدارنګه ددې کړنلارې له مخې ټول هوټلونه، د ودونو، فاتحو او کنفرانسونو ځایونه او نورې کلتوري او ټولنیزې ناستې منع دي هوټلونه کولای شي خپلو گاهکانو ته کورونو او د هغوې د غوښتنې ځایونو ته پاخه شوي خواړه ورواستوي.

په دې کړنلاره کې د ښاري بسونو او د ټولو هغه نقلیه وسایطو پر فعالیت بندیز لګیدلی چې له څلور تنو زیاتی سورلۍ لیږدوي.

خو دا هر څه په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې تازه د کورونا پېښې ۲۰ زرو ته نږدې شوي او غیر رسمي ارقام تر هغو څو چنده زیات ګڼل کیږي چې دولت یې خپروي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.