Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64906
تاریخ انتشار : يکشنبه 18 غبرګولی 1399 ساعت : 18:01:25

ایران او افغانستان باید د دښمانانو په دسیسو پوه شي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو قومندان برید جنرال حسین اشتري د افغانستان او د ایران د دوو(۲) ملتونو ترمینځ د اختلاف په رامینځته کولو کښې د امریکا په مشرۍ د لویدیځو رسنیو شیطنت ته په اشارې سره له دغو دسیسو سره د مقابلې لپاره د هوښیارۍ په اړتیا ټینګار وکړ .

دښمن ټيلي ويژن چینلونو او رسنیو په تیره یوه (۱) میاشت کښې د افغانستان او د ایران د خلکو ترمینځ د اختلاف د اچولو په هدف سره د افغانستان په ښاریزو باندې د ایران د پولیسو او د سرحدي ځواکونو د حملې ادعا کړي ده خو د ایران د پولیسو لخوا په دغه ادعا باندې له غور وروسته هغه دروغ بلل شوي ده  .

د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو قومندان برید جنرال حسین اشتري نن  وویل په لویدیځو رسنیو او اینټرنیټ باندې د خبر په خپریدا سره په دغه موضوع د غور لپاره ځانګړی حکم ورکړل شو او ایران په موضوع د دقیق غور لپاره د افغانستان د  کارپیژاندو یو(۱) پلاوی ایران ته رابللی دی .

هغه د ایران او د افغانستان نیکو او ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل ایران هیله لري د افغانستان وروڼه د دښمانانو له منفي القائاتو او تحریف او د رسنیو له هیجانانو لیرې د دوه اړخیزه اړیکو تاریخ ته په کتنې سره د کارپیژاندو په سویه او غیر سیاسي فضا کښې په دغه پیښې باندې په ګډه د غور کولو زمینه برابره کړي .

د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو قومندان حسین اشتري ټینګار وکړ افغانستان او ایران باید د دوو (۲) ملتونو دښمانانو ته د ناوړه استفادې کولو اجازه ورنکړي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.