Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64909
تاریخ انتشار : يکشنبه 18 غبرګولی 1399 ساعت : 18:04:11

د ایران او د افغانستان چارواکي زر غونډه کوي

په حقوقي او نړیوالو چارو کښې د ایران د باندنیو چارو د وزیر مرستیال محسن بهاروند په نږدې راتلونکي کښې د غیر قانوني تګ راتګ د مخنیوي په هدف سره د افغانستان او د ایران د چارواکو د غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ .

هغه نن زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې په هریرود سیند کښې د افغانستان د یوشمیر ښاریزو لپاره د وروستیو پیښو د رامینځته کیدا  په هکله وویل زر به د ایران او د افغانستان په سرحدونو کښې د غیر قانوني تګ راتګ د مخنیوي لپاره د دواړو هیوادونو د چارواکو غونډه وشي .

د ایران د خارجه وزیر مرستیال محسن بهاروند په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران سرحدي ځواکونه د ډیرو قانونمندو او د ضابطه لرونکو ځواکونو برخه دي وویل د ایران سرحدي ځواکونه په سختو شرایطو کښې له ترهګرۍ ، نشه ییزو موادو او غیر قانوني تګ راتګ سره مقابله کوي .

هغه په دې خبرې سره چې د افغانستان حکومت په هغو مرکو باندې چې شوي استناد سره د هریرود سیند په پیښه کښې د ایران د سرحدي ځواکونو د لاس لرلو ادعا کړي ده ډاګینه کړه د راپورونو پراساس د ایران سرحدي ځواکونو په دې پیښه کښې هیڅ لاس نه دی لرلی خو ایران به د مقابل لوري په مرکو او راپورنو باندې  غور وکړي او د حقوقي ټکو د شتون په بڼه کښې هغه قانوني او اړونده ادارو ته واستوي .

بهاروند دغه راز د غیر قانوني تګ راتګ د مخنیوي لپاره د ایران او د افغانستان د ملګرتیا ضرورت ته په اشارې سره وویل له بده مرغه په تیرو څو ورځو کښې د ایران په یزد ولایت کښې د افغانستان د ښاریزو لپاره  یوشمیر مشکلات رامینځته شول او زیاته یې کړه تر هغه وخته چې له غیر قانوني تګ راتګ سره مخ یوو نو دغه کار به پایلې هم له ځان سره ولري .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.