Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64925
تاریخ انتشار : پنج شنبه 22 غبرګولی 1399 ساعت : 17:58:17

د ټرامپ په وړاندې د ټوییټر له اقداماتو څخه د اروپایي کمېشن ملاتړ

د اروپایي کمېشن مرستیال ورا ژوروا اعلان وکړ چي د ټوییټر له هغه اقدام څخه چي پر اساس یې د ټرامپ د ټوییټونو رېښتنولي ازمویل کیږي ملاتړ کوي.

زموږ د خبریال د راپور سره سم، د اروپایي کمېشن مرستیاله ورا ژوروا اعلان وکړ چي د ټوییټر له هغه اقدام څخه چي پر اساس یې د ټرامپ د ټوییټونو رېښتنولي ازمویل کیږي ملاتړ کوي.

ورا ژورا زیاته کړه: د کرونا ناروغي وښودله چي د ناسمو معلوماتو خپرېدا نه پر دېموکراسي بده اغېزه کوي بلکې د انسانانو ژوند هم په خطره کې اچوي.

په وروستیو ورځو کې د ټوییټر سره د ټرامپ اړیکې لانجمن شوې او ټرامپ ته د هغه د ناسمو ټوییټونو د خپرولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ټرامپ او ټوییټر تر مینځ شخړې له هغه نه وروسته زور واخیست چي د ټاکنو لپاره د کالیفرنیا د ډیموکراټ والي پر فیصلو نیوکه وکړه او هغه یي د ټاکنیزو درغلیو لپاره یو چل وباله.

د کالیفرنیا والي ویلي وه چي د ۲۰۲۰ کال ټاکنې به په دې ایالت کې د پوسټ له لارې تر سره شي. ټوییټر هم د ټرامپ له ۸۰ میلیونه امریکایي فالورانو څخه وغوښتله چي د هغه خبرو باندې باور نه وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.