Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64928
تاریخ انتشار : پنج شنبه 22 غبرګولی 1399 ساعت : 18:04:18

د ارګ د ځانګړې قطعې قومندان جنرال ګل ولي ځیرک هم د کرونا له امله مړ شو

ولسمشرۍ ماڼۍ ته نیږدې سرچینې وايي، چې د ارګ د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال ګل ولي خان ځیرک هم د کرونا وبا له امله مړ شوی دی.

جنرال ګل ولي خان ځیرک له تیرو دوه لسیزو راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ(ارګ) د ځانګړو ځواکونو په قطعې کې دنده ترسره کوله، چې یو کال مخکې تقاعد شوی ؤ.

دا په داسې حال کې  ده، چې تیره ورځ د دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قومندان تورن جنرال زیارت شاه عابد هم د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر هغه وړاندې په فاریاب، هلمند، هرات، لغمان او کندوز ولایتونو کې هم په کرونا وبا د ملي اردو او پولیسو د یو شمېر جګپوړو قومندانانو او افسرانو د وژلو خبرونه ورکړل شوي وو.

که څه هم دفاع او کورنیو چارو وزارت یې ردوي؛ خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت(پنټاګون) په حواله تیره میاشت راپور ورکړی ؤ، چې تر نیمايي زیات دولتي عسکر او پولیس په کرونا وبا اخته شوي او همدا لامل دی چې بهرنیو ځواکونو ددوی د روزنې او ملاتړ پروسه ځنډولې ده؛ ددې ترڅنګ یې دا امکان هم یاد کړی ؤ، چې بهرني ځواکونه ښايي د کرونا وبا له امله له وخت مخکې افغانستان څخه ووځي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.