Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64937
تاریخ انتشار : يکشنبه 25 غبرګولی 1399 ساعت : 20:34:53

د سعودي عرب د چارواکو لخوا د حج مراسم لغو کولو په اړه څیړنې

په سعودي عربستان کښې په کورونا د ککړو شیمر تر یو لک کسانو زیات شوی دی.

 د قرآن له نړيوال خبري اژانس څخه په نقل، د سعودي عرب یو ستر چارواکي خبر ورکړ چې دغه هیواد د کورونا د ناروغۍ په وجه د سږ کال د حج لپاره د یو څو اړخونو څیړنه کوي.

دا څرګندوي په داسې حال کښې شوې چې په سعودي عربستان کښې په کورونا د ککړو شیمر تر یو لک کسانو زیات شوی دی.

د عربستان چارواکو په یو خبر کښې په ټو کیو کښې د ۲۰۲۰ المپیک په ځنډولوؤ، دوی په زیاتیدونکي توګه د احتیاطي ګامونو اخیستو لپاره فشار راوړي.

دې چارواکي چې نوم یې نه دی ښودلی د انګلیس په ټایمز فاینشال ورځپاڼې ته وویل دا مسئله په دقت سره کتلې کېيږي او بیلابیل اړخونو څیړنه کېږي. له دغه اړخونو یو اړخ د حجیانو په شمیر کښې لږوالی دی. هغه زیاته کړه: ټول اړخونه پر میز دي خو ترټولو مهمه د حاجیانو روغتیا ده.

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و چې له سعودي چارواکو سره به د سږ کال د حج مراسم د لغو کولو په اړه مشوره کوي، خو عربستان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.