Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64946
تاریخ انتشار : سه شنبه 27 غبرګولی 1399 ساعت : 22:44:41

انصارالله ډله: د ماشومانو پر حقوقو د تیری کوونکو له لیست څخه د سعودی د نوم لیري کېدا ستر جنایت دی

په یمن کې د انصار الله ډله د یمنی ماشومانو وژنو ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د سعودي نوم لیري کېدا یو ستر جنایت بللی دی.

د یمن د انقلاب د کمېټې مشر محمد علی الحوثي وویل: د ملګرو ملتونو دغه اقدام یوه ستره تېروتنه ده او جنایت بلل کیږي او پر انساني معیارونو باندې د دې سازمان د نه پاملرنې ښودنه کوي.

الحوثی زیاته کړه: د ملګرو ملتونو سازمان په داسي حال کې دا پرېکړه کړې چي د سعودي د برید له امله د یمن د صعدې په استان کې ۱۳ ملکي وګړې د ښځو او ماشومانو په شمول وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې سازمان د تور لیست څخه د سعودي نوم لیري کړ.

د دې تر مخه په یمن کې پر مدرسو او روغتونو باندې د بریدونو او د ۷ سوو ماشومانو د وژلې په خاطر د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د سعودی نوم د ماشومانو د حقوقو د نقض کوونکو په لیست کې شامل کړای شوی وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.