Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64950
تاریخ انتشار : سه شنبه 27 غبرګولی 1399 ساعت : 22:56:43

ناټو: طالبان باید د سولې پروسې بریا لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د ناټو سرمنشي ینس‌ سټولټنبرګ نن ویلي چې د افغانستان وضعیت لا هم کړکېچن دی او طالبان باید د سولې پروسې د بریا لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي چې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو له غونډې یوه ورځ مخکې په بروکسېل کې خبري غونډې ته خبرې کولې، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کموالی، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بین‌الافغاني خبرو اترو مېز ته حاضرېدل، په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره د دې ډلې اساسي ژمنې یادې کړې.

د ناټو سرمنشي وویل، که څه هم د سولې پروسې او د تاوتریخوالي کموالي برخه کې ځینې پرمختګونه ویني، خو په وینا یې، افغانستان کې وضعیت ماتېدونکی دی.

هغه زیاتوي چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د ناټو هڅې دوام لري.

سټولټنبرګ وايي، ناټو تر یوې کچې پورې د خپلو هغو سرتېرو کمولو ته ژمنه ده چې د سولې په هوکړه‌لیک کې یې یادونه شوې ده.

ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو غونډه سبا د دوو ورځو لپاره په بروکسېل کې جوړه شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.