Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64954
تاریخ انتشار : سه شنبه 27 غبرګولی 1399 ساعت : 23:14:16

د حضرت امام جعفر صادق(ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت ومنئ


د امام صادق علیه السلام شهادت
د عباسي حکومت ظالم باچا منصور دوانيقي چې د بني عباسو په خليفه ګانو کښې يو رذيل ، ظالم او سخت خليفه ؤ تل به يې امام په خپلو مامورانو او پوليسو سره سخت څارلو او څو ځله يې امام د شهيدولو او ازارولو لپاره ځانته راغوښتې ؤ خو تقدير نۀ ؤ غوښتي نو په خپلو پليتو ارادو کښې به نۀ کاميابيدۀ.

اووم امام حضرت موسی کاظم عليه السلام فرما يې يو ځل منصور زما پلار راوغوښت چې شهيد يې کړي توره يې هم تياره کړه او خپل يو درباري"ربيع" ته يې وويل چې کله جعفر بن محمد عليه سلام راننوځي او زۀ ورسره خبرې وکړم په خبرو کښې چې کله زۀ لاسونه وپړقوم نو سر يې ووهه.

امام راننوت خو چې د منصور نظر پرې څنګه پريوت له خپل ځايه پاڅيده، هر کله راشه يې ورته ووئې او عرض يې وکړو چې ددې لپاره مې راغوښتي يې چې پورونه دې  درکړم بيا يې په مسکا سره له امامه د حال احول وپوښتۀ. او ربيع ته يې وويل چې تر دريو ورځو پورې جعفر ابن محمد کور ته ستون کړه. خو با لاخره منصور امام وجود ونۀ زغملې شو ځکه چې د امام امامت او رهبرۍ اوازه په ټولو اسلامي زمکو کښې خپره شوې وه. هغوي ته يې ده هجرت په 148 کال د شوال په مياشتې کښې زهر ورکړل او امام د شوال په پنځۀ ويشتمه نيټه په پنځۀ شپيتۀ کلنۍ کښې له فاني دنيا لاړ او پاک جسد يې د بقيع په مقبره کښې د خپل ګران پلار په خوا کښې خاورو ته وسپارل شو. په حقيقت کښې نړۍ د هغه ستر امام په شهادت سره له يو لوئې شخصيت او قيمتي ګوهره محرومه شوه[1].
_____________________________________
[1]  . اعلام الوری ص  766


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.