Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64968
تاریخ انتشار : شنبه 31 غبرګولی 1399 ساعت : 18:22:27

افغانستان یو وار بیا ماشومانو ته تر ټولو مرګونی هېواد

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو او جګړو په هکله خپل کلنی رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې له بده مرغه افغانستان یو وار بیا د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد بلل شوی. دا  پرلپسې پنځم کال دی چې افغانستان ددغه نړیوال سازمان په رپوټ کې د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد بلل کیږي. دغه رپوټ وايي چې تېر ۲۰۱۹ کال افغانستان کې تر دریو زرو زیات ماشومان وژل شوي. دغو ماشومانو د وسله والو نښتو، ماین چاودنو، نورو چاودنو او ځانمرګو بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

افغانستان په داسې حال کې بیا د ماشومانو لپاره مرګونی هیواد بلل شوی چې یوه میاشت دمخه د دشت برچي سل بستریز روغتون باندې حمله وشوه او د نوموړي روغتون په زیژنتون کې میندې او نوي زیږېدلي ماشومان په مرمیو وویشتل شول او ووژل شول.

له هغه وخته چې په افغانستان کې د تروریزم سره د مقابلې په نوم جګړه پیل شوې او بیا یې طالبانو پر خلاف جنګ پیل کړی افغانستان کې د مرګ ژوبلې، فقر، اعتیاد او جرمونو کچه په بېسارې توګه زیاته شوې ده. د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې عمده عامل د طالبانو عملیات بلل شوي خو د افغان حکومت او په حکومت پورې تړلو ډلو ونډه هم تر دې کمه نه ده. البته باید له یاده ونه باسو چې د امریکائیانو عملیات، خصوصاً د دوی ړندو بمباریو په تېرو اتلسو کلونو کې ملکي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې، په تېره ماشومانو ته.

که له داخلي ډلبندیو لږ هاخوا وګورو، دغه رپوټ افغان ملت ته په مجموع کې، چې دولتي چارواکي او طالبان یې هم یوه برخه جوړوي د خجالت باعث ګرځي. افغانان په داسې حال کې د خپل راتلونکي نسل پر وژنه بوخت خلک ښکاري چې د دنیا ګوټ ګوټ کې دولتونه او ملتونه پر خپلو ماشومانو او د دوی په جسمي او ذهني روزنې او پیاوړتیا باندې د خپلې ملي بودجې مهمه برخه مصرفوي. که د افغانستان د حکومتي لوړ پوړو چارواکو اولادونه او کورنۍ په بهر کې میشت نه وای او هلته په زده کړه او عادي ژوند بوخت نه وای، که د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو بچیانو هم له هیواده بهر په امن کې ژوند نه کولای، زموږ د عادي سرتېرو، عادي طالب جنګیالیو او عامو خلکو ژوند به دلته له نا امنيو، بېسواديواو غریبيو سره مل نه واي.

موږ به څنګه د یو ملت په توګه پر خپلې ماضي وویاړلی شو چې د نن دا بدمرغه حالت مو د راتلونکي لپاره په سوء تغذي اخته، بې تعلیمه، معیوب او له روحي لحاظه ناسالم انسانان تقدیموي. دغه ناورین او له شرمه ډک حالت ته په هغه صورت کې خاتمه ورکولی شو چې روانه جګړه بنده شي او سوله مو بېرته هیواد ته راوګرځي. د جګړې دوام یعنې ددغو ټولو بدمرغیو دوام، د جګړې دوام یعنې راتلونکي نسل ته خیانت کول.


  

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.