Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64969
تاریخ انتشار : شنبه 31 غبرګولی 1399 ساعت : 18:25:25

مرکزي شوی سیستماتیک فساد او زموږ عایداتي ادارې

د تېرې اونۍ په جریان کې ولسمشر غني یو وار د مالیې وزارت تر شپېتو زیات لوړ رتبه مامورین ممنوع الخروج کړل، بیا یې په بل حکم کې تر پنځم بست پورې ددغه وزارت د ټولو کار کوونکو سفر د ولسمشرۍ ماڼۍ پر اجازې پورې مربوط کړ. دغه نادر او غیر عادي تصامیم ښکاره کوي چې په افغانستان کې دولتي ادارې او مؤسسې په سرعت خپل اهمیت له لاسه ورکوي او ځای يې د یو شخص فردي سلیقه او پرېکړې نیسي. له بلې خوا د مالیې وزارت او هغه دولتي ادارې چې له عایداتو او پیسو سره سروکار لري د ملي وحدت حکومت له منځته راتلو تر ننه پورې د ارګ له خاصې علاقې څخه برخمنې شوې دي. ولسمشر غني په سیستماتیکه توګه هڅه کړې چې د دا ډول ادارو واګې مستقیماً پخپل لاس کې واخلي. د نوموړو ادارو مشرۍ ته یې یا خپل ډېر معتمد کسان او یا ضعیف او بې ارادې کسان راوستل تر څو هر څه دده تر کنټرول لاندې وي. ده خپل شخصي ملګری همایون قیومي د مالیې وزارت مشرۍ ته راوست، د افغانستان بانک ته یې لومړی خلیل صدیق دده د اوامرو تابع کس چې پخوا د کمونیستي رژیم د بانک مسؤول او بيا د امريکايانو په خدمت کې AIB بانک مشر ؤ راوست او اوس یې داسې یو کس چې پارلمان یې پر افغانیت شک لري راوستی دی، د تدارکاتو ادارې کې یې داسې یو ځوان چې صرفاً دده د اوامرو اطاعت کوي ګومارلی دی. قراردادونه منظورول يې ارګ ته را نتقال کړل، خصوصا د تاریخي آبداتو د ترمیم قراردادونه فعلاً داسې اداره عقد کوي او بیا عملي کار پرې کوي چې مرکز یې د چارو ادارې او ارګ کې دي، زیاتره قراردادونه د واحدې منبع څخه تر سره کیږي، یعنې داوطلبۍ ته نه ځي، حال دا چې زموږ د تدارکاتو د قانون پر اساس واحده منبع صرف په استثنايي او مشخصو حالاتو کې تجویز شوې ده.

ولسمشر ظاهراً دا ټول د فساد سره په مبارزه کې دده د ډېرې علاقې او وسواس پر اساس تر سره کوي، حال دا چې د ملګرو ملتونو وروستی موقف په افغانستان کې د فساد د زیاتېدو او په دې برخه کې د حکومت د تعهداتو د نه عملي کېدو څخه پرده پورته کوي.

د شفافیت په برخه کې فعال سازمانونه په دوامداره توګه دا وايي چې اوس په افغانستان کې د فساد د مرکزي کولو او سیستماتیک کولو لړۍ روانه ده.

ولسمشر غني د مالیې وزارت پر کار کوونکو په داسې حال کې محدودیتونه وضع کړي چې د ناقانونه معاشونو درلودونکي او د پارلمان لخوا پر فساد تورن وزیر یې په بهر کې چکر وهي. همایون قیومي د نورو تورونو څخه علاوه په دې وروستیو ورځو کې استانبول کې افغان قنسلګرۍ لپاره د ملکیت پېرلو په معامله کې هم پر فساد تورن وبلل شو.

 دې ټولو ته په کتو داسې ښکاري چې ارګ له عایداتي منابعو او پولي ادارو سره خاصه علاقمندي لري. دغې علاقمندۍ په هیواد کې فساد ته یوه نوې بڼه ورکړې ده. اوس فساد د مجبور او معذور مامور او یا منفرد ککړ لوړ پوري چارواکي فساد نه؛ بلکې مرکزي شوی، منظم، سیستماتیک او مرکزي شوی فساد بللی شو. په دغه فساد کې ټیټ پوړي چارواکي تل قرباني کیږي او تل باید بدل رابدل شي ځکه چې دوی د اصلي حلقې غړیتوب نه لري. له دوي د وسيلې په توګه کار اخيستل کيږي او بيا د ملکي خدماتو او مامورينو د قوانينو خلاف دوسيې ورته جوړيږي يا له دندو ګوښه کيږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.