Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64972
تاریخ انتشار : شنبه 31 غبرګولی 1399 ساعت : 18:30:17

کرونا ویروس افغان سوله،اقتصاد اوروغتیاته ګواښ پېښ کړی

کرونائي ترینګلتیاوې نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کوي، بلکې د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم ترجدی اغیزمن کړی دی.

زمونږخبریال د افغان خبري سرچینو له قوله راپور راکړ د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې پتّیلې چې د کرونا ویروس وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې لپاره پر روانو هڅو او د روغتیا برخې یا سکټر ته ګواښ پېښ کړی دی.

داپه داسې حال کې دي چې د کرونا ویروس د خوریدا له کبله افغانستان له څو اړخونوله جدي  له ترینګلتیاؤ سره مخامخ دی.

کرونائي ترینګلتیاوې  نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کوي، بلکې د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم ترجدی اغیزمن کړی دی .

همداراز د سولې په چارو کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت  ویندوې ناجیه انوري هم پرون په یولړ څرګندونو کې  ویلي چې د کرونا ویروس له کبله حتی د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې ځنډنۍ شوې دي.

ناجیه انوري وویل: "د کرونا ویروس وبا یو نړیوال ګواښ دی، دافغانستان د سولې پروسه هم له دې بې اغېزې نه ده پاتې، د دې بهیر د پرمختګ لپاره هڅې ئې سستې کړې او د بین الافغانی خبرو د پیل پر هڅو یې اغېز کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.