Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64976
تاریخ انتشار : يکشنبه 1 چنګاښ 1399 ساعت : 18:25:14

د ایران او افغانستان د اړیکو پراختیا تهران ته په سفر کې د حنیف اتمرد خبرو اتروچورلیز

په حقیقت کې په سیمه کې د امریکا لاس وهونکی سیاستونو او په افغانستان کی د نیواکګرانو شتون د سیمې اړیکو ته جدی تاوانونه اړولی دي

د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست حنیف اتمر نن  د یوه لوړ رتبه سیاسی ، امنیتی او اقتصادی پلاوی په مشرۍ تهران ته په سفر کې د ایران د خارجه وزیر په شمول له ایرانی چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې .

ایران او افغانستان دوه ګاوندي هیوادونه دي . دغه پیوستون  د دواړو هیوادونو اړیکی  ډیرې مهمې کړی دي . د ایران له نظره په افغانستان کی به د امنیت او ثبات شتون د تهران او کابل اړیکی نورې هم پیاوړی کړي او کډوالیدا ، د نشه ایزو موادو قاچاق او سرحدی ناامنۍ هم کمې کړی . په دې اساس ایران تل په افغانستان کی د سولې له بهیره ملاتړ کړې دې . دغو مولفو ته په پام سره باید ووایو چی ایران او افغانستان د اړیکو اهمیت له څو اړخونو دې . د تیرو څو لسیزو پیښو هم ښودلی ده چی د سیمې هیوادونه له ګډو ګواښونو سره مخامخ دي .

په حقیقت کې په سیمه کې د امریکا لاس وهونکی سیاستونو او په افغانستان کی د نیواکګرانو شتون د سیمې اړیکو ته جدی تاوانونه اړولی دي . ترهه ګری ، ناامنی او د نشه ایزو موادو څو سوه برابره زیاتیدا ، د کډوالو زیاتیدا په افغانستان کې د امریکا د پوځی شتون له پایلو دي . خو اسلامی ایران تل په سختیانو کې د افغانستان د ملت او حکومت په څنګ کې دې . البته هغه عناصر چی د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوستانه اړیکو  مخالف دي ، په دوامداره توګه د دغو اړیکو د ګډوډلو لپاره په فرصت پسې دي . په همدې لړ کې په وروستیو اونیو کې  ایران ته د افغانستان د یو شمیر  ښاریزو د غیرقانونی راتګ په ارتباط د نا خوښو پیښو شاهدان وو . له دغو پیښو له هر ډول پلټنې او د هغو د علتونو له روښانه کیدا مخکې  ناوړه استفاده شوی ده .

حاضر دمه په ایران کی کابو درې میلیون افغان کډوال ژوند کوي  او افغان محصلین په ایران کی وړیا زده کړې کوي . د ملګرو ملتو د کډوالو سترې کمشنرۍ په خپل وروستی راپور کی ویلی دي ، ایران افغان کډوالو ته د مرستو په وړاندی کولو کې مخکښ دې .

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخی په ایران کی د افغانستانی کډوالو د وضعیت په اړه وایی په ایران کی د کډوالو وضعیت د نړۍ له  بل هر ځای ښه دې . افغان کډوال په اروپایی هیوادونو او پاکستان کی په ډله ایزه توګه د ویستلو او لومونیو خدماتو ته د لاس رسۍ نه درلودلو په شمول  له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي ، خو هغه کډوال چی په ایران کی ژوند کوی ، درستو حکومتی او عمومی خدماتو ته لاس رسی لري او په خپل کار او ژوند بوخت دي .

په داسې ملاتړ سره تهران ته د لوړه رتبه پلاوی په مشرۍ د افغانستان د خارجه وزارت د سرپرست حنیف اتمر سفر هغه مناسب فرصت دې چی د دواړو هیوادونو  چارواکی د بیلا بیلو موضوګانو په اړه خبرې اترې وکړی .په دغو خبرو اترو کی د اوبو او انرژۍ ، اقتصاد ، سرحدی امنیت ، روغتیایی مسایل اود دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ نورو ملګرتیاو په ارتباط خبرې اترې کیږی چی د دواړو هیوادونو د جامع ملګرتیاو د لرلید په انځورولوکې ډیر اهمیت لري .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.