Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64977
تاریخ انتشار : يکشنبه 1 چنګاښ 1399 ساعت : 18:31:44

د امریکا او ټرمپ د نړیوالوتړونونو خلاف ورزۍ او د پوتین اندیښنې

ولادیمیر پوتین په امریکا کې د اعتراضاتو وضعیّت ته په پام سره وئيلي دي،د هر ډول نوي موافقې د لاسلیک کولو لپاره د امریکا په ولسمشر ډونالډټرمپ هیڅ باؤر نشي کولی.

د امریکا جنجالي ولسمشر ډونالډټرمپ واکوالۍیوه مشخصه ځانګړنه ، د نړیوالو تړونونو او موافقو په وړاندې د هغه  منفي کړچار دی .ټرمپ دغو تړونونو ته په بې پروائۍ سره،ددغو نړیوالو  تړونونو او موافقو  په ضد یرغلیز سیاست ته مخه کړې ده  او د امریکا له خوا ئې د نړیوالو ژمنتیاؤ  او اصولو   په خلاف  دسترګو پټول لاپسې زیات کړي دي . دې موضوع ،د امریکا د  اصلي سیال هیواد په توګه د روسیې  سخته اندیښنه راپارولې ده .

  په دې باب د روسیې د کرملین ماڼۍ ویندوي دمیتري پسکوف د شنبې په ورځې  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، د امریکا د نړیوالو تړونونو او موافقو د ماتولو او همداراز  نړیوالو موافقو  ته د امریکا  دحکومت د ژمنتیاؤ  په باب  په امریکا کې د اعتراضونو وضعيَت ته په پام سره  اندیښمن دی .پسکوف  وئيلي  دي،ولادیمیر پوتین  په  امریکا کې  د اعتراضاتو وضعیّت ته په پام سره  وئيلي دي،د هر ډول نوي موافقې د لاسلیک کولو لپاره د امریکا په ولسمشر ډونالډټرمپ  هیڅ باؤر نشي کولی.

              داپه داسې حال کې دي چې دروسیې خارجه زوارت دشنبې په ورځې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي د روانې اونۍ په دوشنبې اوسه شنبې ورځې د وسلو د کنټرولولو د راتلونکي په اړه د امریکا او روسیې ترمینځ د شوو موافقو  په باب په آسټریاکې د روسیې له مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف سره د ډونالډټرمپ ځانګړی استازی مارشل بیلینګزلي  لیده کاته کوي . د ټرمپ حکومت  د وسلو او امنیتي تړونونو  په شمول  له نړیوالو موافقو او تړونونو   د وتلو بهیر ته مخه کړې ده . د مینځ واټنه  ایټمي ځواک له تړون (آئي این ایف )څخه د امریکا  له وتلو وروسته دغه هیواد د:پرانیستي آسمانونو له تړون څخه هم وتلی دی.له بل پلوه د ټرمپ حکومت،د  نوي سټارټ  نومې سټراټژيکو ایټمي وسلو دتړون د نه تمدیدولو په زمینې کې چې د ۲۰۲۱کال په فرورۍ کې پاي ته رسیږي،پرله پسې ګواښونه مطرح کړي دي .

 ډونالډترمپ د خپلې واکوالۍ په پړاؤ کې په کرتو ښودلې ده چې د هغه  دخپلو شخصي ګتو په اساس په تیره بیا د ولسشمرۍ په څوکۍ د بیا پاتیکیدو سره د  لازیاتې ګوهنې  په اساس ، هیڅ یوې موافقې اوژمنتیا ته پابند نه دی ، او  په تیره بیا  په اوسني پړاؤ کې چې  امریکائي پولیسو له خوا د تورپوستو په خلاف د توکمپالنې او توکمیز توپير په ضدله بې مخينې او پراخو اعتراضونو سره لاس اوګریوان ده ، حاضر دی ، سپينې ماڼۍ ته د بیا رسیدو لپاره هرکار ترسره کوي .ټرمپ پخپلو ټولنیزو چینلونو کې د امریکا اعتراض کونکي  په سختو اقداماتو او وژونکو ډز ګواښلي او د دوي د ځپلو لپاره ئې دملی ګارډ ماموران کارولي دي .

 په حقیقت کې ټرمپ  هیڅ یوه اخلاقي اصول او یا سیاسی ژمنتیا ته پابند  نه دی،او عملا ئې عمل پال کړچار یعني ،دفرصت غوښتنې او د وخت او خپلې خوښې دحالاتو په اساس عمل ته مخه کړې ده .

د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي هغو مطلبونو ته په اشارې سره چې د امریکا د ملی امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن  په کتاب کې مطرح شوي دي،وئيلي دي،دغه ایشواکونې ښئ چې ددغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ ددغې څوکۍدترلاسه کولو لپاره هیڅ ډول شرائطو او چمتووالی نه لري .دمیرمن پلوسي په وینا،مشخصه ده چې ټرمپ له اخلاقي پلوه د امریکا د ولسمشرۍلپاره له عقلي پلوه او د عمومي شرائطو له پلوه  هیڅ  چمتووالی نه لري .

طبیعتا د ټرمپ  په تیره بیا په امریکا کې د اوسنیو پراخو اعتراضونو په غبرګون کې  د هغه کړچار،دچلند څرنګوالي او شخصّت  ته په پام سره د روسیې  د ولسمشر په توګه ویالادیمیر پوتین  چې وس  له نړیوالو موافقو په تیره بیا  د وسلو د کنټرولولو له تړونونو  او موافقو  د وتلو په زمینې کې د امریکا د جنجالي ولسمشر  دکړچار په د وام اندیښمن دی ، ، نور په هغه  هیڅ اعتماد او باؤر نشي کولی  او د دوو  یا څو اړخیزو  موافقو د ترسره کولو لپاره  دجدي خبرواترو په باب هغه ته هیڅ  امید نه لري .

ظاهرا ولادیمیر بوتین  په امریکا کې د  وروستیو ولسی اعتراضونو اومظاهرو په وړاندې د ټرمب د مدیریّت او چلند څرنګوالي ته په پام سره ، د یوه هغه ولسمشر په توګه ، چې   دهغه پر خبرو باؤر کولی شي ، په ټرمپ  خپل لازیات اعتماد او باؤر له لاسه ورکړی دی .په دې توګه د ماسکو له نظره، اوس په امریکا کې  داسې ولسمشر او حکومت په واک کې دی،چې نه ئې پر ژمنتیاؤ او نه ئې په  خبرو  او دریځونو هیڅ ډول اعتماد   کیدلی شي .دا چاره په مسلمه توګه د وسلو د کنټرولولو  په زمینې کې د نړیوالو تړونونو  په سر د دوو اړخیزو خبرواترو پر راتلونکي بهیر او په دې او نورو د اختلاف وړ مسئلو  په  زمینې کې به   له امریکایانو سره د روسانو  د تعامل په څرنګوالی هیڅ محسوسیدونکي اغیزې ونه شیندي . اوس  روسان په دې شک کې دی چې اساسا د ټرمپ  فرصت غواړي او غلیمانه کړچار ته په پام سره،د وسلو د تړونونو په باب  او همداراز پخپلو ژمنتیاؤ د امریکا  د عمل کولو په ورپسې مرحلې کې کومې موافقې ته درسیدو امکان به وجود ولري ؟


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.